مدني ټولنو او سازمانونو پر ټاکنو څارنه پيل کړه

مدني ټولنې
Image caption ټيفا وايي ۷۰ کسانو ته يې د ټاکنو د څار روزنه ورکړې، چې لويه برخه يې ښځې دي

مدني ټولنو او يو شمېر څارونکو نړیوالو سازمانونو د افغانستان د ولسمشرۍ پر راتلونکو ټاکنو سر له اوسه څارنه پيل کړې ده.

د رڼو ټاکنو د بنسټ، ټيفا په ګډون څو مدني ټولنو له حکومت او د ټاکنو کمېسيون له کارکوونکو غوښتي چې د عادلانه او بې پرې انتخاباتو لپاره کار وکړي.

عبدالله ستانکزی په خپل راپور کې وايي، ټيفا له همدا اوسه ۷۰ کسانو ته چې ډېری يې ښځې دي د څارونکو په توګه روزنه ورکړې، چې د انتخاباتو له بهيره څارنه وکړي.

د دغه بنسټ مشر محمد نعيم ايوب زاده وايي راتلونکو ټاکنې تر پخوانيو زياتې له ننګونو سره مخامخ دي او بايد سر له اوسه يې په اړه فکر وشي:

"د مدني ټولنې له ۶۰ زيات بنسټونه چې په بېلابېلو برخو کې کار کوي سره ټول شوي، چې له انتخاباتو د څارنې په برخه کې د مدني ټولنو د پراخ رول په اړه بحث وکړي او بلاخره يوې پایلې ته ورسېږي. ننني انتخابات د تېرو انتخاباتو په توپير ډېرې ننګونې په مخ کې لري، داسې ننګونې چې ښايي د ټاکنو برخليک ته بدلون ورکړي."

د ټاکنو کمېسيون د مدني ټولنو د دې ګام هرکلی کړی.

پر ټاکنو د څار څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي نه شي کولی د رايې ورکولو د ۲۵۹ مرکزونو امنيت خوندي کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون له مدني ټولنو وغوښتل چې د امنيت په ټينګښت کې د خلکو په منځ کې له خپل نفوذ نه کار واخلي د رايې ورکولو مرکزونو امنيت خوندي کړي.

د دغه کمېسيون وياند نور محمد نور وايي مدني ټولنې، رسنۍ او ګوندونه کولی شي چې د رڼو او عادلانه ټاکنو په ترسره کېدو کې مهم رول ولوبوي.

تر اوسه د ټاکنو کمېسيون نويو غړو رسمآ خپل کارونه، نه دی پيل کړي.

ټاکل شوې د دغه کمېسيون ۹ نوي غړي راتلونکې شنبه د خپل مشر، مرستيال او د دارلانشاء د رييس ټاکلو لپاره ټاکنې وکړي.

خو د انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي، شفافيت او په عادلانه ډول د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه اندېښنې له همدا اوسه موجودې دي.

ځينې کسان لا هم د انتخاباتو د ترسره کېدو پر نېټې شکونه ښيي، خو ولسمشر حامد کرزي بيا بيا ويلي چې ټاکنې به له مهالوېش سره سمې په خپل وخت ترسره کېږي.

د مدني ټولنو او ګوندونو اندېښنه دا ده چې، ښايي په دې ټاکنو کې هم د تېرو هغو په څېر لاسوهنه وشي او پايله به يې د هغو په ګټه وي د ټاکنو په کمېسيون کې زیات نفوذ ولري.

ورته مطالب