جرمن سفیر وايي افغانستان د ۹۰ کلونو غوندې یوازې نه پرېږدو

Image caption په افغانستان کې د جرمني سفیر خپلې خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اوږد تاریخ پیل کړې.

په افغانستان کې د جرمني سفیر وايي، هېواد یې غواړي له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې په ملکي او پوځي برخو کې حضور ولري.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دا ځل به افغانستان لکه د نوې یمې لسیزې په څېر یوازې نه پرېږدي.

د جرمني سفیر د ټاکنو په اړه د مدني ټولنې اندېښنو ته په ځواب کې وویل نړیواله ټولنه د ټاکنو ملاتړ کوي خو لاس وهنه په کې نه کوي.

په افغانستان کې د جرمني سفیر خپلې خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اوږد تاریخ پیل کړې.

رودیګر ګونیک، د هغو ورځو یادونه وکړه چې د دویمې نړېوالې جګړې پر مهال جرمني له سیاسي پلوه ګوښه کړل شوی و او یوازې د افغانستان او مصر پاچاهانو له دغه هېواده لیدنه وکړه.

دغه جرمن دېپلومات، چې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې خبرې کولې، وویل ۲۰۱۴ کال د دوی د ماموریت پای نه دی، او هېواد یې غواړي د افغانانو ترڅنګ پاتې شي.

"په ښکاره ډول دا درک شته چې افغانستان او نړېواله ټولنه به له ۲۰۱۴ کال وروسته یو ځای کار وکړي. له دې امله هغه ستر توپیر چې د ۱۹۸۹ کال له تاریخي تجربې څخه د خلکو په ذهن کې پاتې ده، هغه د یوازې پرېښودلو احساس دی، لکه چې د شوروي اتحاد له یرغل وروسته وشول. نړېواله ټولنه به له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې وي او موږ په ښکاره ویلي چې المان غواړي او دې ته چمتو دی چې په پوځي او ملکي برخو کې په افغانستان کې حضور ولري."

ښاغلی ګونیک د هغو اندېښنو په اړه، چې ښایي افغانستان له ۲۰۱۴ کال وروسته له اقتصادي رکود سره مخامخ شي وویل شک نشته، چې دغه هېواد به په اقتصادي، د کاري زمینو له نشتوالي او د پانګونې په برخو کې ستونزې ولري خو وايي نړیواله ټولنه هڅه کوي، د افغانستان د اقتصادي حالت د ښه کېدو لپاره اوږد مهالی اقتصادي چوکاټ جوړ کړي.

نوموړي په افغانستان بشري ځواک، په ځانګړي ډول لوستی ځوان قشر د دغه هېواد اقتصادي پیاوړتیا لپاره لویه پانګونه وبلله.

دغه جرمن دېپلومات د راتلونکو ټاکنو په اړه د مدني ټولنو اندېښنو ته په ځواب کې وویل، چې نړیوال ټولنه به د ولسمشرۍ ټاکنو ملاتړ کوي خو وايي له لاسوهنو به ډډه کوي، ځکه د هغه په وینا افغانان باید د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

ورته مطالب