امریکا له روزنیز افغان پروګرام سره مالي مرسته وکړه

Image caption افغان حقوق پوهان دا بهير اغېزناک او ګټور بولي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د نشيي توکيو ضد او د قانون د واکمنۍ بنسټ په افغانستان کې د نړيوالو حقوقو له نا حکومتي بنسټ سره ٨ نيم ميلیونه ډالره مرسته وکړه.

د دې مرستې پر تکيه به ياد شوي بنسټ په يو شمېر افغان پوهنتونو کې محصلانو ته ښوونيز حقوقي پروګرامونه جوړوي، او خلکو ته به وړيا حقوقي مرستې برابروي.

افغان حقوق پوهان دا بهير اغېزناک او ګټور بولي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د نشيي توکيو ضد او د قانون د واکمنۍ بنسټ يانې (اى اېن اېل) دا مرستې به د حقوقي پروګرامونو د پرمختيا په موخه د نړيوالو حقوقو د نا حکومتي بنسټ ګلوبل رايټ له خوا په دريو برخو کې ولګول شي.

لومړى دا چې د يو شمېر افغان پوهنتونونو د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځيو د څلورم کال محصلانو ته به له نوښته ډک حقوقي ښوونيز پروګرامونه جوړوي.

سربيره پردې به د حقوقو او د قانون د واکمنۍ په برخه کې عامه پوهاوى لوړوي او ولس ته به د وړيا حقوقي لارښوونو مرکزونه پياوړي کوي.

د افغانستان د مدافع وکيلانو د ټولنې مشر روح الله قاري زاده دا د ټول پروګرامونه ګټور وبلل خو د وړيا حقوقي سلا مشورو پروګرام يې تر ټولو ارزښتمن وباله.

د نړيوالو حقوقو نا حکومتي بنسټ له يوې ليسزې راهيسې په افغانستان کې فعاليت کوي او وس مهال يې په کابل، هرات،بلخ، کندهار، کاپيسا، او ننګرهار ولايتونو کې فعاليتونه روان دي.

په پام کې ده چې شوې مرسته په دريو مياشتو کې ولګول شي خو ياد شوي بنسټ ژمنه کړې چې تر ٢٠١٦ ميلادي کال پورې به په افغانستان کې خپلې حقوقي مرستې روانې وساتي.

ورته مطالب