افغانستان او اماراتو د امنیتي همکاریو تړون وکړ

Image caption امارت لومړنی عربي هېواد دی، چې له افغانستان سره یې د امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له متحده عربي اماراتو سره په امنیتي برخه کې د دوه اړخیزه تړون لاسلیکولو اعلان کړی دی.

وزارت وايي، له اماراتو سره یې دواړو هېوادونو د محکومو شویو وګړو د تبادلې هوکړه هم کړې ده.

دغه تړون د تېرې پنجشنبې پر ورځ اماراتو ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر زلمي رسول او د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید ال نهیان ترمنځ لاسلیک شو.

د دغې موافقې پربنسټ، دواړه هېواده ژمن دي، چې له پلان شویو جرمونو سره د مبارزې، نشه توکو او وسلو قاچاق، ناقانونه کډوالیو، د انسانانو د قاچاق او ناقانونه پیسو لېږد په برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي.

د م. م غونډه

دواړو هېوادونو منلې ده، چې د راتلونکې سپتمبر میاشتې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د بهرنیو چارو وزیران د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله ستراتیژیکې همکارۍ د تړون مسوده یو او بل ته وسپاري.

په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د اسلامي امارت تر رانسکورېدا وروسته، افغانستان کې نړیوالې ټولنې پراخ حضور درلود.

افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال امارات هغه لومړنی هېواد و، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی و.

د اماراتو له سوداګریزو ښارونو سره د افغانستان اقتصادي راکړه ورکړه ډېره شوه.

په متحده عربي اماراتو کې ګڼ افغانان په کار بوخت دي، او ډېرو هلته پانګونې کړې دي.

امارت لومړنی عربي هېواد دی، چې له افغانستان سره یې د امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړ.

افغان چارواکي له اسلامي هېوادونو ګیله من دي او دا نیوکه کوي، چې د افغانستان بیا رغونه کې یې چندان پام وړ همکاري نه ده کړې.

ورته مطالب