بدخشان کې یو پُل د زرګونو وګړو ژوند اسانه کوي

Image caption د افغانستان د کلیو پراختیا وزیر انجنیر ویس برمک په وینا پر دغه پله شاوخوا اتیا میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې چارې به یې په یوه کال کې بشپړې شي.

د بدخشان چارواکو د هغه پله د جوړولو چارې پیل کړې چې د شاوخوا لسو ولسوالیو اوسېدونکو ته به مرکز ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړي.

د سیمې د خلکو په وینا دوی دا مهال د ګاډو نه شتون له امله له سختو ستونزو سره مخامخ دي او څارویو په وسیلې تګ راتګ کوي.

زموږ همکار خوشحال تایب سیمې ته ورغلی وو او دا راپور یې پرې برابر کړی دی:

د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې د کوکچې پر سیند د یو سل او لسو مترو په اوږدوالي او اوو مترو پلنوالي پل اوس ددې ولایت لسګونه زره خلکو ته دا آسانتیا برابروي چې د موټر په وسیلې مرکز او نورو سیمو ته تګ راتګ وکړي.

د افغانستان د کلیو پراختیا وزیر انجنیر ویس برمک په وینا پر دغه پله شاوخوا اتیا میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې چارې به یې په یوه کال کې بشپړې شي.

د خلکو خوښي

وړاندې تر د افغانستان په نورو سیمو کې هم د بیارغونې او جوړېدو کارونه شوي، خو خلک یې د کیفیت په اړه شکایت لري او وايي چې تر جوړېدو لږ موده وروسته ویجاړيږي.

خو ښاغلی برمک وايي دا پل د انجینرۍ له معیارونو سره سم جوړوي:

''دا پل د انجنیرۍ په لوړو معیارونو جوړیږي، او دا پري سترس په ډول جوړیږي، تاسې ګورﺉ چې د سیند په دې برخه کې اوبه هوارې او شدت یې هم کم دی. دا په افغانستان کې د پلونو د جوړښت یوه لار ده چې ګټه ترې اخیستل کیږي''.

د سیمې خلک ډېر خوښ برېښېدل او ویل یې چې که د کشم او فیض آباد ترمنځ د غځېدلي سړک په شان دا پل هم جوړ شي نو ډېر ستونزې به یې حل شي. حاجی میرزا سعید د سیمې یو سوداګر دی، دی د خپل ژوند او هلته د ستونزو په اړه وايي:

''زه شاوخوا دوه شپیته کلن یم، په دغو دوه شپیتو کلونو کې مې بې حده او اندازې ستونزې لیدلي. له څه مودې راهسیې زموږ سړک جوړ شوی دی، چې دا پلونه هم جوړ شي ستونزې به نورې هم حل شي، موږ به له تخاره په اوو ورځو کې تر بدخشانه راتلو، د کشم له ولسوالۍ تر فیض آباده به په څلورو ورځو کې رسېدو. زه خپل سوداګر وو، کله به مو چې غنم بار کړل نو د لارې د خرابوالي له امله به مو په لار کې څلور ورځې تېرولې''.

د افغانستان په ولسي جرګې کې د بدخشان ولایت استازې فوزیه کوفي وايي همدا څو ورځې مخکې له خپلې سیمې ستنه شوې، د مېرمن کوفي په وینا خلک لا هم ګڼې ستونزې لري چې کېدای شي ددغې لارې په جوړېدو سره حل شي.

د کلیو پراختیا وزرات چارواکي وايي په نژدې تېرې یوې لسیزې کې یې په بدخشان کې د څه باندې ۲۸۰۰ پروژو کار بشپړ کړی، شاوخوا شپږ سوو پروژو کار روان دی او په همدې شمېر نورې پروژو کار به پیل کړي. او تر اوسه یې په بدخشان کې دوه نوي میلیونه ډالره لګولي دي.

ورته مطالب