کندهار کې چاودنې د یوې کورنۍ اووه غړي وژلي

Image caption دغه کسان میوند ولسوالۍ کې د یوه واده مراسمو کې د ګډون لپاره هلته روان و، چې د سړک غاړې ماین پرې وچاودېد.

د افغانستان سوېلي ولایت کندهار میوند ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې لږترلږه اووه ولسي وګړي وژلي.

د کندهار ولایتي ویاند جاوېد فیصل ادعا کړې، د ماین د وسله والو طالبانو له خوا خښ کړای شوی و.

چاودنه کې دوې مېرمنې هم وژل شوې او درې نور کسان یې ټپیان کړي دي.

خو تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې پړه نه ده منلې.

دا چاودنه د تېرې پنجشنبې پر ماښام شاوخوا اووه بجې شوې ده.

ټول وژل شوي د میوند ولسوالۍ د یوې کورنۍ غړي دي.

دوی غوښتل، چې میوند ولسوالۍ کې د یوه خپلوان د واده مراسمو کې د ګډون لپاره هلته ولاړ شي.

د روان کال د تېر جون پر ۲۵ هم ددغه ولایت خاکریز ولسوالۍ کې د ماین چاودنې دوه ماشومان او اته ښځې وژلې وو.

مرګ ژوبله

ملګري ملتونه وايي په افغان جګړه کې د ملکي مرګ ژوبلې شمېره ډېره زياته شوې ده.

د ملګريو ملتونو په يو موسمي راپورکې ويل شوي د روان کال لومړيو ۶ مياشتو کې څه د پاسه ۱۳ سوه کسان وژل شوي، چې ډېری يې د سړک غاړې بمونو بې توپيره کارونې قربانيان وو.

دغه نړيوال سازمان په سلو کې د څه د پاسه ۷۰ تنو د وژنې پړه پر وسله والو طالبانو ور اچوي خو طالبان یې نه مني

ورته مطالب