ډوبنز: هيله لرو څو اوونیو کې امنیتي تړون لاسلیک شي

ډوبنز
Image caption ډوبنز وايي، د افغانستان او واشنګټن ترمنځ جدي اختلافات حل کېدو ته نژدې شوې دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جیمز ډوبنز وايي، دی تمه لري په څو راتلونکو اونیو کې د واشنګټن او کابل ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي.

ښاغلي ډوبنز، چې په کابل کې یې یو شمېر خبریالانوته خبرې کولې وویل، چې د افغانستان او واشنګټن ترمنځ جدي اختلافات حل کېدو ته نژدې شوې دي.

په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي ځواکونه د پاتې کېدو شرایط، د هغوی قانوني خوندیتوب او له افغانستان سره د امریکا د اوږدمهالو مرستو ضمانت د دواړ هېوادونو ترمنځ مهم اختلافات بلل کېږي.

خو ښاغلي ډوبنز وايي، چې اوس د دغو اختلافاتو هوارېدو ته نژدې شوې دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا ځانګړی استازی اوس په کابل کې دی او وړمه ورځ (چارشنبه) یې له ولسمشر کرزي هم سره کتلې و.

تر اکتوبره

د تېر جولای وروستیو کې د امریکا د پوځ لوړي پوړي چارواکيمارټین ډیمپسي هیله څرګنده کړې وه، چې له افغانستان سره به تر راتلونکي اکتوبره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

نوموړي دا خبرې کابل ته د یوه سفر پرمهال ارګ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د خبرو پرمهال کړې وې.

له ښاغلي ډيمپسي سره په غونډه کې ولسمشر کرزي هم ویل چې دی تیار دی له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له پاتې کېدو سره موافقه وکړي.

خو ښاغلي کرزي یو ځل بیا په ډاګه کړه، چې له امریکا سره امنیتي تړون په داسې شرایطو لاسلیکوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات، د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او د متحد او خپلواک افغانستان سبب شي.

Image caption له ښاغلي ډيمپسي سره په غونډه کې ولسمشر کرزي هم ویل چې دی تیار دی له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له پاتې کېدو سره موافقه وکړي.

له امریکا سره امنیتي تړون به په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته، چې کله بهرني ځواکونه له دغه هېواده وځي، په افغانستان کې د امریکا پاتې کېدل قانوني شي.

د امریکايي ځواکونو لوی درستیز دا خبرداری هم ورکړی و، که له افغانستان سره امنیتي تړون لاسلیک نه شي، نو اړ دي چې خپل ټول ځواکونه له دغه هېواده وباسي.

د دغه سند د وروستي کېدو لپاره د دواړو لوریو له خوا درې پړاوونه خبرې شوې خو څلورم پړوا خبرې هغه مهال وځنډول شوې، چې ولسمشر کرزي په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستل کېدو پر بڼې نیوکې وکړې او د اعتراض په ډول یې له امریکايي لوري سره خبرې ودرولې.

ورته مطالب