احمد يوسف نورستانی د ټاکنو کمېسيون مشر شو

Image caption ښاغلي نورستاني په ۱۹۹۴ کې د تکسون اريزونا له پوهنتون نه دوکتورا اخيستې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون نويو ۹ کمېشنرانو په خپلمنځي ټاکنو کې احمد يوسف نورستانی د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د مشر په توګه ټاکلی دی.

د دغه کمېسيون وياند نور محمد نور بي بي سي ته وويل عبدالرحمن هوتکي د کمېسيون د مرستيال او ګلالۍ اڅکزۍ د کمېسيون د منشي په توګه ټاکل شوي دي.

احمد يوسف نورستانی په دې توګه د ټاکنو کمېسيون د مخکني مشر فضل احمد معنوي ځای ناستی شو، چې په ۲۰۰۹ کال کې د جنجالي پارلماني ټاکنو پر مهال د دغه کمېسيون مشر و.

احمد يوسف نورستانی:

يوسف نورستانی په ۲۰۰۲ کال کې هغه مهال چې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ نوې اداره رامنځته شوه، د ولسمشر کرزي وياند او سلاکار و.

يوسف نورستانى په ١٩٤٨ زيږديز کال د نورستان د وايګل د نشې گوم په کلي کې زيږيدلى، لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د رحمن بابا په ليسه کې بشپړې کړي دي.

په ١٩٦٦ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د تاريخ او جغرافيې له څانگې فارغ او وروسته په همدغه پوهنځي کې د استاد په توگه دنده ترسره کړې ده.

نوموړى په ١٩٧٣ کال کې امريکا ته ولاړ او هلته يې د اريزونا په پوهنتون کې د ماسټرۍ دوره بشپړه کړه او وروسته يې بيا له همدغه پوهنتونه د بشر پيژندنې په برخه کې دوکتورا واخيسته.

له هغې وروسته نوموړى د نورو افغانانو په څير د جهاد ليکو ته ورستون شو او تر ډيره يې په جهاد کې برخه واخيسته.

ده په پاکستان کې د کډوالۍ پر مهال په پېښور کې د څو کلونو لپاره د امريکا په کونسلګرۍ کې دنده ترسره کړې ده.

يوسف نورستانی هغه مهال چې په پېښور کې اوسېده د 'ازاد افغانستان' د لېکوالانو د ټولنې له بنسټ اېښودونکو څخه شمېرل کېده.

ښاغلي نورستاني په تېرو ۳۰ کلونو کې د افغانستان په سياست کې ښکېل پاتې شوی او د افغانستان په اړه په جوړو شويو نړېوالو کنفرانسونو کې يې ګډون کړی دی.

يوسف نورستانی په ۲۰۰۲ کال کې هغه مهال چې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ نوې اداره جوړه شوه، د ولسمشر وياند او سلاکار و.

په ۲۰۰۲ کال کې د حامد کرزي په مشرۍ انتقالي حکومت کې د اوبو د منابعو او چاپيريال ساتنې وزیر و.

نوموړی په ۲۰۰۶ کال کې د دفاع وزارت د مرستيال په توګه په دنده وګومارل شو او په ۲۰۰۹ کال کې د هرات والي وټاکل شو.

افغان ولسمشر حامد کرزي وروسته له هغه داود شاه صبا د هرات والي وټاکه چې احمد يوسف نورستانی په ۲۰۱۰ کال کې د پارلماني ټاکنو لپاره ودرېد.

نوموړى شپږ لوڼې او اوه زامن لري.

ورته مطالب