افغانستان کې سېلابونو لسګونه کسان وژلي

Image caption تر ټولو سخت او ویجاړونکي سېلابونه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې راوتلي چې شاوخوا ۲۰ تنه پکې وژل شوي او نیژدې ۱۳ کلي یې ویجاړ کړي دي.

د افغانستان په څو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله شاوخوا ۴۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

تر ټولو سخت او ویجاړونکي سېلابونه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې راوتلي چې شاوخوا ۲۰ تنه پکې وژل شوي او نژدې ۱۳ کلي یې ویجاړ کړي دي.

د خوست ولایت چارواکي هم وايي دغلته په سېلابونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

له کابله خوشحال تایب په خپل رپوټ کې وايي د افغانستان په ځینو لویو ښارونو کې د روان دوبي تودوخه د وروستیو څو لسیزو په ترڅ کې بې سارې بلل شوې او د کال په دې موسم کې د ناببره سېلابونو راوتل هم بې ساري دي.

کابل، خوست، نورستان، ننګرهار، لغمان، کونړ او کاپیسا هغه ولایتونه دي چې ویل کېږي سېلابونو سخت زیانونه په کې اړولي دي.

تر اوسه د سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو کره شمېرې نه دي معلومې خو له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي تر ټولو ډېر تلفات په سروبي ولسوالۍ کې اوښتي چې تر اوسه د ۲۰ کسانو مړینه تایید شوې ده.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر اسلم سیاس بي بي سي ته وویل د ژغورنې ډلې سیمې ته استول شوې دي.

دغه راز د خوست په څلورو ولسوالیو کې سېلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان وژلي او یو شمېر نور ورک دي.

ولسمشر حامد کرزي د یوه پیغام له لارې له سېلاب ځپلو سره خواخوږي ښوولې او له بېړنیو حالاتو سره د مبارز له ادارې یې غوښتي چې د پېښو له قربانیانو سره مرسته وکړي.

ورته مطالب