جلال اباد کې پر څارنوال برید شوی

Image caption تر اوسه د برید پړه چا نه ده منلې.

افغان چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار په ختیځه برخه کې د ولایت د څارنوال عبدالقیوم پر ګاډي برید شوی.

د ننګرهار والي ویاند احمد ضیاء عبدالزي په وینا برید د ګارنېزیون څلور لارې په سیمه کې شوی، خو نوموړی و نه ویل چې دا څه ډول برید دی.

د هغه په وینا برید کې څارنوال عبدالقیوم او ګاډي کې ورسره کسان ټپیان شوي دي.

د برید مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

جلال اباد کې پرون هم د هند کونسلګرۍ ته څېرمه ځانمرګی برید کې اته کسان ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول، چې ډېرې ملکي کسان او د یوې مدرسې طالبان و، چې د هند کونسلګرۍ ته څېرمه موقعیت لري.

تېره ورځ (شبنه/ اګست درېیمه) هم ننګرهار کې د هند کونسلګرۍ مخې ته ۳ ځانمرګي بريدونه وشول، چې له امله يې اته کسه وژل شوي شوي او ۲۲ ټپيان شوي.

ولايتي چارواکي وايي دغو کسانو هغه مهال په خپلو ځانونو پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول، چې پوليسو د تلاشۍ لپاره ودرول.

ننګرهار شېرزاد نښته

په ننګرهار کې چارواکي وايي چې په شېرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ وسله واله نښته کې ۷۶ طالبان او ۲۲ پوليس وژل شوي دي.

دغه خبرونه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې د افغانستان د دفاع وزارت په ختيځ کې د وسله والو پر ضد د سېمرغ په نوم عمليات پيل کړي دي.

ورته مطالب