قطر کې د طالبانو د دفتر بیا پرانیستلو هڅې

  • 4 اګست 2013 - 13 زمری 1392
Image caption په دوحه کې د جون په ۱۸ مه طالبانو ته دفتر له پرانیستل کېدو سم لاسي وروسته، افغان دولت په ځانګړي ډول ولسمشر کرزي توتد غبرګون وښود او ان د دغه دفتر پرانیستل یې د افغانستان لپاره یوه دسیسه وبلله.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په قطر کې د طالبانو لپاره د تړل شوي دفتر د بیا پرانیستلو لپاره یې په کور د ننه او بهر هڅې پيل کړې دي.

طالبانو وروسته له هغه تېره میاشت په قطر کې خپل دفتر بند کړ، چې د دوی په وینا له امریکا، د افغانستان له حکومت او هغو ټولو لوریو خوښ نه دي چې له دوی سره یې ژمنې کړې وې.

په دوحه کې د جون په ۱۸ مه طالبانو ته دفتر له پرانیستل کېدو سم لاسي وروسته، افغان دولت په ځانګړي ډول ولسمشر کرزي توتد غبرګون وښود او ان د دغه دفتر پرانیستل یې د افغانستان لپاره یوه دسیسه وبلله.

افغان حکومت تر ډېره د دغه دفتر د پرانیستل کېدو پر بڼه نیوکه کوله.

ټکر

ولسمشر کرزي ویلي و، چې دغه دفتر له هغه ضمانتونو سره په بشپړ ډول په ټکر کې پرانیستل شوی و، چې امریکا افغان حکومت ته له وړاندې ورکړې وو.

اوس، چې نژدې د دغه دفتر له تړل کېدو درې اوونۍ تېرېږي، د سولې عالي شورا وايي، تمه لري ژر دغه دفتر بېرته پرانیستل شي.

د دغې شورا یوه مرکچي او ویاند شهزاده شاهد د بي بي سي حفیظ الله معروف ته وویل، چې د دغه دفتر د بېرته پرانیستل کېدو لپاره یې له ټولو هغو اړخونو سره تماسونه نیولي، چې پر طالبانو اغېز لري:

''موږ پخوا هم غوښتل، چې دغه دفتر که په قطر وي، که په عربستان کې وي او که په داخل دافغانستان کې وي، موږ یې غوښتونکي یوو، او اوس یې هم غواړو. دغه دفتر چې تړل شوې، زموږ تقصیر پکې نه و''.

خو ښاغلي شاهد وايي، مخامخ یې له طالبانو سره تر اوسه په دې اړه خبرې نه دې کړي.

د سولې د دغه مرکچي په وینا په دوحه کې د طالبانو د دفتر خپله د طالبانو، امریکا او قطر ترمنځ د اختلافاتو ترمنځ تړل شوی.

افغان چارواکي وايي، په دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر د جوړېدو نظریه د طالبانو د استازو او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو او مذاکرو په نتیجه کې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې رامنځته شوه.

د افغانستان دولت په قطرکې د طالبانو د دفتر له پرانیستلو سره په دې شرط موافقه کړې وه، چې د سولې د عالي شورا شرایط او عملي میکانیزم باید په پام کې ونیول شي.

ورته مطالب