ډيوه: روژه ماتی

هسې خوزموږ قسمت دا دی چې خوړو ته کېنو نو د يوه چا لپاره وېش، وېش، وی وی کوو نه مو روژه بې غمه ده او نه بوزه.

هغوی چې دا روژه يې يو څوک له لاسه ورکړی وي بس هر ماښام او هر سهار به يې مړۍ په مرۍ کې نښلي.

زموږ ميندې خو د غمونو ذمه وارانې دي سل کاله مخکې وير هم نه پرېږدي که دکاله غم نه وي دګاونډي او کلی خو وي... مرګ ،تېری ، فقر او بلا نورې نادودې...

زړه به دې هله ټوټه شي چې د جنتي ننګرهار په دوزخي ګرمۍ کې يوې مور په غېږ کې ماشوم نيولی وي او په سر لمر ولاړه وي له ډېرې حيا چاته لاس هم نه غځوي چې د خپل عذاب ژوند لپاره ترې د لسو افغانيو هيله وکړي څوک نا څوک پوه شي چې دا ګدا ګره مور په سره لمر په تار تار بورقه کې په څه نيت ولاړه ده.

دغلته درېدا به په هېڅ بدل نه شي خو بې وسۍ او ګرمۍ روژه ترې هېره کړي وي ماښام ته د دې نا انډولې ټولنې لوړ او ټيټ خلک ټول ګوري چې خپلو نازولو ته څه اخلي د روژې د مازيګر دماغ هم خراب نوم لري ګداګره مور که له سړکه اوړي نو که يې موټر څښتن ځنډنی کړ له لسو ډېر هارنډونو به ورپسې ووهي او اخر به ورته دموټر له هندارې سر وباسي دخپلې روژې غوسه به پرې سړه کړی او په ناز به روان شي.

ګداګره مور د سل رنګه خوړو تصوير ګوري. خو خپل خيال د وچې ډوډۍ له هټۍ سره ساتي چې هسې نه هټيوال ترې وختي رخصت نه شي او که هټۍ ته په ځنډ ورسېږي نو ماما به هرومرو ورباندې سترګې وباسې دلته هم ګداګره مور د پيسو په لاس سوال کوي او په سرو غرمو لاس ته ورغلې لس شل پيسې به يې هم ورته نيولي وي خو رټل ضرور دي او چې ډوډۍ ورکړي اخره رټنه داده چې پيسې دې په لاسو کې خوله شوي خېرنې شوي دا نه چلېږي او نور...

دا د نژدې هر بې اسرې افغان روژه ده خو هغوئ چې د بچو سر يې په امن کې وي له دې ټولو ناخوالو سره سره خاورې ښکلوي او له خدايه شکر وباسي چې بچيان يې له غمه لرې دي. خو د دې روژې دا ورځ بل ډول وه...

۲۴ روژه ماتی

داوسپنيزو زړنو په خاوندانو به هم له راډيو دا خبر لکه د ډرون بريدو داسې لګېدلی و د ننګرهار په شېرزادو او خوګياڼيو کې جګړه او لسګونه مړي، څوک؟

- پوليس او جنګيالي...

وژل شوي کسان د همدې ټولنې ځوانان وو، چې يو يې هم له روژې نه و منکر... هغوی چې په پردو لښکرو پسې له کوره نه وو وتلي له سلو ډېرو ميندو دغه ورځ په خپلو اوښکو روژه ماته کړه د هرې يوې له خولې اه خوت پاتې روژه ماتی يې په وير شو او د اختر خوشالۍ يې ځوانيمرګې شوې.

اوس نو څوک د دغه ويرجنو کورنيو ځواب وايي که د طالب کورته څوک د فاتحې لپاره ورځي هم وايي د شهيد په حق کې لاس پورته کړئ او که د پوليس او پوځي کورته ورځي هم داسې کوي.

څه توپير...؟

دواړه روژه تيان وو.

د دواړو د ملا په يوه قرائت جنازه کېده.

دواړه ديوې ژبې او يوه مذهب وو.

نور نو د خپل ژوند لپاره روايت پيدا کړئ د خپلو ماشومانو وبال مه اخلئ د خپلو ميندو سترګې مه ژوبلوئ هغوئ چې درته د جګړې وايي هغوئ ته د جګړې ووايئ.

دا هم د نه منلو ده چې:

دا زموږ قسمت دی چې په وينو کې مزل کوو.

يو دښمن چې ووهو بيا بل وهو بيا بل وهو.

دا قسمت بدل کړئ نور د قسمت پلمې دوير لپاره مه جوړوئ.

ورته مطالب