کابل او تهران د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ

Image caption دا تړون تهران کې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار رنګین دادفر سپنتا او د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي مشر سعید جلیلي ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د افغانستان او ایران امنیت شوراګانو په خپل منځ کې د ستراتیژيکو همکارو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه لیک له مخې به دواړه هېوادونو یو له بل سره په پوځي، استخباراتي او اقتصادي برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ کوي.

دغه سند په تهران کې د افغانستان د ملي امنیت د سلا کار رنګین داد فر سپنتا او د ایران د ملي امنیت د منشي سعید جلیلي له خوا لاسلیک شو.

د تهران او کابل ترمنځ دغه هوکړه لیک پر داسې مهال لاسلیک کیږي، چې د ایران نوي ولسمشر حسن روحاني د تېرې یکشنبې په ورځ د لوړې مراسم پر ځای کړل.

د لوړې په مراسمو کې ولسمشر کرزي هم ګډون کړی و او دواړو ولسمشرانو له یو بل سره د اړیکو د پراختیا ژمنې هم کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د بي بي سي حفیظ الله معروف ته وویل، چې دغه هوکړه څلور برخې لري:

لومړۍ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولیسو همکاري ده، د مخدره توکو د له منځه وړلو لپاره دواړو لوریو پولیسو ګډ تمرینات کوي او یو بل سره به تجربې هم شریکوي.

دویمه برخه یې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت د ساتلو او ترهګرۍ پرضد د استخباراتي مالوماتو شریکول دی.

د ایران او کابل ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراخول او پانګوالو ته په دواړو هېوادونو کې د پانګونې فرصتونه برابرول د دغې هوکړې درېمه برخه ده.

د هوکړې په څلورمه برخه کې دواړه پرېکړه کړې، چې خپلې دوه اړخیزې همکارۍ به د هند او روسیې په ګډون د سیمې نورو هېوادونو ته هم وغځوي.

ښاغلی موسی زی وايي، هڅه کوي د ایران له نوي حکومت سره د ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو ترڅنګ په نورو برخو کې هم اړیکې هم پراخې کړي.

اوږده تربګني

کابل له خپل مهم ملګري واشنګټن سره هم ستراتیژیکې اړیکې لري. په داسې حال کې چې تهران له امریکا سره اوږدمهاله تربګني پالي.

خو دا، چې کابل څنګه کولای شي، د دواړو رقیبو لوریو ترمنځ توازن وساتي ؟ جانان موسی زی یې په ځواب کې وايي، امریکا له دوی سره موافقه کړې، چې له افغانستان په اړیکو کې به د درېیم هېواد اړیکې په پام کې نه نیسي.

ایران ته د ولسمشر کرزي د سفر پرمهال تهران کې د ایران نوي ولسمشر حسن روحاني له کرزي سره په خبرو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

ولسمشر حامد کرزي هم د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د رغولو پر مسالې ټينګار کړی دی.

ورته مطالب