کندهار کې چاودنې څلور کسان وژلي

د کندهار سپین بولدک دروازه کې د مخکنۍ چاودنې عکس ګورﺉ
Image caption راپورونه وايي، چاودېدونکي توکي په یوه لاسي رېړۍ کې ځای پرځای شوي وو.

د کندهار د پولیسو ویاند غورځنګ افریدی وایي په یوه ګنج (دوشنبې بازار ) کې د چادونې له کبله لږترلږه څلور کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

ښاغلی افریدی وایي چاودنه د کندهار ښار باغ پل په سیمه کې نن سهار (دوشنبې/اګست پنځمه) شاوخوا اته بجې رامنځ ته شوه.

کندهار کې سیمه ییز خبریال مامون درانی وايي، د راپورونو له مخې، چاودیدونکې توکې په یوه لاسي ګاډۍ (رېړۍ) کې اېښودل شوې وه.

د پولیسو ویاند زیاتوي په وژل شوو کې د دماین راوړونکی هم شامل دی.

بل خوا تېره شپه د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه تنه ووژل.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وایي وژل شوي د اکا زامن وو.

تر دې دمه وسله والو طالبانو د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

د ملکي افغانانو مرګ ژوبله ٪۲۳ زياته شوې

د تېر جولای پر ۳۱ د ملګرو ملتونو یوه نوي راپور کې ویل شوي وو، چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۱۳۰۰ زيات ملکيان وژل شوي او څه د پاسه ۲۵۰۰ نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو دغه راپور رد کړی او هغه يې یو اړخيز يې بللی دی.

راپور کاږي ملکي مرګ ژوبله د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

په راپور کې ويل شوي چې د ۷۲ سلنې ملکي مرګ ژوبلې لامل وسله وال اورپکي دي او دغه کچه د ۲۰۱۲ کال په پرتله ۱۶ سلنه زياتوالی ښيي.

ورته مطالب