سروبي کې سېلاوونو ۳۰ کسه وژلي ۲۲ لادرکه دي

Image caption افغانستان کې سیلاوونو د ځاني زيانونو ترڅنګ پراخ مالي زيانونه هم اړولي دي

د افغانستان د ختيځو ولايتونو په سېلاو ځپلو سيمو کې د مرستو رسولو چارې دوام لري. د نړیوالو مرستندويه ادارو مسوولين وايي د زيانونو په اړه ارزونې نژدې پای ته رسېدلي دي.

د يونوچا مرستندويه سازمان مسوولين وايي د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۳۰ کسانو او له پاکستان سره پر پوله په ختيځو سيمو کې د ۱۷ کسانو وژل کېدل تاييد شوي دي.

په سروبي ولسوالۍ او نورو ختيځو سيمو کې د سېلاوونو د پراخو ويجاړيو په تړاو د رسنيو د راپورونو په ځانګړي ډول د بي بي سي له راپورونو وروسته دغو سيمو ته د نړېوالو مرستندويانو پام ور اووښتی.

د يونوچا سازمان وايي د کابل په ختيځ کې د سروبي په ولسوالۍ کې تر اوسه د ۳۰ کسانو وژل کېدل تاييد شوي او ۲۲ کسه لا هم لادرکه دي.

د دغه سازمان يوه مشره سندی اسحق وايي په سروبي کې ۵۲۰ کورنۍ له سېلاوونو اغېزمنې شوې دي.

مېرمن اسحق وايي که څه هم اوس وضعيت له بېړني حالت نه راښکته شوی، خو لا هم ډېرو مرستو ته اړتيا ده.

"د زياتو ويجاړيو يوه بېلګه د دغې سيمې روغتون ده، مرستې بايد ادامه ولري، د ژغورنې عمليات ښه روان دي. اوس وضعيت بېړنی نه دی. اوس د دې وخت دی چې بشر دوستانه مرستې وشي."

مېرمن اسحق وايي لومړيتوبونه په پام کې نيول شوي، خواړه او اوبه په لومړيتوبونو کې ځای لري.

د يونوچا سازمان عملياتي مشره لورين ليکا په سيلاو ځپلو سيمو کې د مرستو رسولو خبر ورکوي.

دا وايي د خوست، نورستان او ننګرهار ولايتونه، وروستيو سېلاوونو اغېزمن کړي او په دغو سيمو کې ۱۸ کسه وژل شوي او يا ټپيان شوي دي.

ورته مطالب