اي پول د افغان ولسي پوليسو مالي ملاتړ کوي

Image caption له دې وړاندې په یو شمېر ولایتونو کې د سیمه ييزو پولیسو ځواک هم جوړ شوی و.

د اروپايي ټولنې پولیسو د افغانستان ولسي پولیسو مالي ملاتړ پر غاړه اخیستی دی.

د پوليسو دغه ځواک د ۱۱۹ پولیسو په نامه هم یادېږي.

اروپايي ټولنې د افغانستان اوو ولایتونو کې د ولسي پولیسو د تخنیکې ملاتړ لپاره د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت ته اوه ګرځنده دستګاوې سپارلې دي.

دا د ولسي یا ۱۱۹ پولیسو د ملاتړ په برخه کې د اروپايي ټولنې د پولیسو څانګې اي پول لومړی ګام دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پولیسو څانګه وايي ولسي پولیس د دغه هېواد په ۸ ولایتونو کې په دندو ګومارل شوي او د امنیت ساتلو په برخه کې ښې پایلې لري.

د افغانستان ولسي پولیسو لپاره د ۷ ګرځنده دستګاوو ترلاسه کولو مراسمو کې د دغه هېواد کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال مجتبی پتنګ هم ورغلی و، او د اروپايي ټولنې اي پول د دغه تکل اعلان هم ده په خپله وکړ:

"نن د اروپايي ټولنې پولیسو د ولسي پولیسو د سمبالولو او روزنې مسؤولیت پر غاړه واخیست. او نن تاسې ولیدل چې د نهه سوه زره یورو په ارزښت اوه عرادې موټر چې د پولیسو لپاره ټول اړین وسایل په کې ځای پر ځای شوي د کورنیو چارو وزارت او یا ولسي پولیسو ته وسپارل شول."

۱۱۹ یا ولسي پولیسو په اتو ولایتونو بلخ، بامیان، بغلان، کندوز، غور، هرات او هلمند کې فعالیت پیل کړی دی.

ولسي پولیس دنده لري چې له خلکو سره اړیکې ټینګې کړي او خلکو ته د دې زمینه برابره کړي چې د پولیسو له خدمتونو او په ځانګړي ډول په بېړنیو حالاتو کې په اسانۍ ګټه پورته کړي.

د کورنیو چارو سرپروست وزیر وايي د ولسي پولیسو رامنځ ته کول په ولسي بڼه د پولیسو د سمبالولو په برخه کې د دې وزارت د لس کلنې ستراتېژۍ یوه برخه ده.

له دې وړاندې په یو شمېر ولایتونو کې د سیمه ييزو پولیسو ځواک هم جوړ شوی و.

دغه پولیس دنده لري چې په خپله سیمه کې د امنیت په برخه کې د خلکو بيړنۍ ستونزې هواري کړي.

د سیمه ییزو پولیسو شمېر اوس څه باندې شل زرو ته رسېدلی دی.

ورته مطالب