د خوست عدلي قضیو سیستم کمپیوټري شو

Image caption تر دې مهاله تر کابل، هرات، او مزار وروسته خوست څلورم ولايت شو چې عدلي او قضايي بنسټونه يې کمپيوټري شول.

د قضايي سيستم د ملاتړ پروگرام د متحدو ايالتونو په مالي مرسته په ټول افغانستان کې پلى کېدونکى دى، خوست څلورم ولايت شو چې دغه بهير ورغځول شو.

په خوست کې ددغه پروگرام حقوقي سلاکار نعيم دولتزى وايي چې په پيل کې د خوست ٦ قضايي او عدلي بنسټونه په دغو نويو اسانتياوو سره سنبال شول:

''خوست ولایت کې د لومړي ځل لپاره د قضایاوو د ثبت سیستم کې، شپږ عدلي او قضايي ارګانونو کې د ثبت دفترونه جوړ شول''.

مصطفی سالک وايي، ښاغلي دولتزي وويل چې په نژدې راتلونکي کې به د خوست په د کشفي، استخباراتي او پوځي ادارو د کمپيوټري کولو په ترڅ کې په جنايي امريت، ترهگرۍ ضد بنسټ، سرحدي ليوا، استخباراتو او ملي امنيت بنسټونو کې هم کمپيوټري وسايل په کار واچول شي.

د دوسیو ورکېدل

د خوست والي عبدالجبار نعيمي وويل نوى سيستم په دې گټور دې چې په دوسيو او اړوندو اسنادو کې به د لاسوهنې مخه ونيول شي نوموړي وويل چې په تير کې دغه ستونزې ليدل شوي او ان د څه وخت لپاره خو يو شمير دوسيې بيخي ورکې شوې هم وې:

''خوست کې چې د قضایاوو د ثبت سیستم جوړېږي، یوه ډېره لویه اړتیا وه، هر چېرې چې پېښه کېږیو ټول تفصیلات یې باید ثبت شي، او محکمې ته ولاړه شي، حقایق دوسیه کې پاتې شي چې بیا قاضي یې پربنسټ سمه فیصله وکړای شي''.

ښاغلي نعيمي چې د کومو ستونزو يادونه وکړه، د خوست د محاکمو مشر عبدالتواب قريشي وايي چې نور يې ټغر مخ په ټوليدو دى.

Image caption افغان حکومت د امريکې په مرسته بريښنايي زيرمو ته د قضايي او عدلي اسنادو لېږدول، هغه مهال اړين وبلل چې د کابل په څرخي پله زندان کې يو شمير زندانيانو له دې ادعا سره اعتصاب وکړ چې گواکې دوسيې يې تر ټاکلې مودې ډيرې ځنډيدلې دي.

هغه وويل چې اوس به دوسيې خوندي وي، او په يوه مهال کې به د هېواد د هغو ټولو عدلي او قضايي بنسټونو په واک کې وي چې نوى سيستم په کې لگول شوى.

تر دې مهاله تر کابل، هرات، او مزار وروسته خوست څلورم ولايت شو چې عدلي او قضايي بنسټونه يې کمپيوټري شول.

افغان حکومت د امريکې په مرسته بريښنايي زيرمو ته د قضايي او عدلي اسنادو لېږدول، هغه مهال اړين وبلل چې د کابل په څرخي پله زندان کې يو شمير زندانيانو له دې ادعا سره اعتصاب وکړ چې گواکې دوسيې يې تر ټاکلې مودې ډيرې ځنډيدلې دي.

هغه مهال حکومت غوښتل چې ددغو زندانيانو دوسيو ته ژر تر ژره لاس رسى پيداکړي، چې ناشونى و،نو پريکړه وشوه چې د هېواد د عدلي او قضايي بنسټونو اسناد بايد په برېښنايي زيرمو کې خوندي کړي، په پام کې ده چې تر خوست وروسته دغه بهير نورو ولايتونو ته هم وغځول شي.

ورته مطالب