سویډن کمېټه د روغتیايي مرکزونو خونديتوب غواړي

Image caption يادې کميټې د سويډن له حکومته هم غوښتي چې دا ستونزه د اروپايي ټولنې په غونډه کې مطرح کړي.

پر مرستندويه ټولنو د بريدونو تر پرتليز ډيروالي وروسته، په افغانستان کې سويډن کميټې له افغان حکومته غوښتي چې د تاسيساتو او کارکونکو امنيت يې خوندي کړي.

يا شوى بنسټ تر هغې وروسته دا غوښتنه کوي چې تېره پنجشنبه په لغمان ولايت کې ددغې کميټې امبولانس گاډى روغتون ته د دوو تنو ټپي پوليسو د ليږدولو پر مهال د مخالفو وسله والو تر بريد لاندې راغى.

په دغه بريد کې يو قامي مشر ووژل شو او امبولانس هم زيانمن شو، او لېږدوونکو پوليسو هم د مهتر لام بابا روغتون ته تر رسېدو مخکې ساه ورکړه.

مصطفی سالک پخپل راپور کې کاږي، په افغانستان کې د سويډن کميټې د عامه اړيکو د برخې مشر اندرس روسين وايي چې ستونزه يې د افغانستان له عامې وغتيا وزارت سره ياده کړې او چارواکو يې ډاډ ورکړې چې د روغتيايي مرکزونو د خوندي کولو لپاره به يې اړين گامونه پورته کړي:

د سویډن حکومت

''روغتيا وزارت ژمنه کړې ده چې د روغتيايي کلينيکونو د امنيت د خوندي کولو په برخه کې به گام پورته کوي، ددې گام موخه د جگړې پر ښکېلو غاړو فشار راوړل دي چې په روغتيايي چارو کې ځانونه ښکېل نه کړي، بل گام به له ښکېلو غاړو سره خبرې کول وي''.

ښاغلي روسين وويل چې دا د خپل ډول لومړۍ پيښه نه ده، بلکې وايي دوه اونۍ وړاندې هم په لغمان کې سيمه یيزو پوليسو يو مخالف وسله وال پسې اخیستى و.

د يوه مرکز مخې ته يې ډزې وکړې چې په کارکونکو کې يې ويره او ترهه خپره کړه، نوموړي وويل چې دا ستونزه يې د سويډن له حکومت سره هم ياده کړې چې پر لوړه کچه يې د اروپايي ټولنې په غونډه کې مطرح کړي:

''موږ دا موضوع د سويډن له حکومت سره هم مطرح کړه چې په برسلز کې يې د اروپايي ټولنې په غونډه کې پر لوړه کچه مطرح کړي، او دا د دې لپاره چې ايساف ځواکونه هم دلته ښکېل دي، موږ دا خبره په يوه لوړه سياسي توگه يادوو، ځکه چې دا يوه امنيتي او سياسي ستونزه ده''.

سره له دې هم په افغانستان کې سويډن کمېټه ډاډ ورکوي چې دغه راز بريدونه به د هغوى د کارونو په مخ کې خنډ نه گرځي، او خپلې چارې به روانې ساتي.

د سره صليب نړيوالې کمېټې د اورپکو له خوا په جلال اباد کې ددوى پر يوه مرکز تر بريد وروسته د يوه مهال لپاره خپلې چارې په ټپه ودرولې او وروسته يې خپل يو شمېر ولايتي دفترونه وتړل.

ورته مطالب