کرزی: طالبان باید د بهرنیانو فرمان و نه مني

Image caption ولسمشر کرزی د هر اختر په مناسبت د خبریالانو په وړاندې طالبان خپل وروڼه بولي او له هغوی غواړي، چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

افغان ولسمشر حامد کرزي چې د کوچني اختر په مناسبت یې وینا کوله وویل، که طالبانو په افغانستان کې خپل دفتر پرانیستی وای، نه به یې د دفتر لوحه کوزېده او نه به د دوی په وړاندې سپکاوی کېده.

ولسمشر کرزي له طالبانو وغوښتل، چې د افغانستان ملي ګټو ته پام وکړي او ده په وینا د بهرنیانو په فرمان عمل و نه کړي.

ولسمشر کرزی د هر اختر په مناسبت د خبریالانو په وړاندې طالبان خپل وروڼه بولي او له هغوی غواړي، چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

خو دا ځل یې له هغوی وغوښتل چې له بهرنیانو فرمانونه وا نه خلي.

د ولسمشر کرزي په وینا طالبان حق لري، چې د نورو سیاسي ګوندونو په څېر افغانستان کې دننه دفتر ولري، خو د هغه په وینا دې ډلې د بهرنیانو په غوښتنه له افغانستانه بهر دفتر پرانیست.

بل لور ته په یوه اعلامیه کې چې د طالبانو د ویاند له لوري رسنیو ته استول شوې، وسله والو طالبانو د خپلو استازو او افغان حکومت تر منځ خبرې رد کړې.

دبۍ خبرې

له دې مخکې ویل شوي وو، چې لومړی ځل د افغان چارواکو او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې شوې.

لوړ پوړو افغان مقاماتو کابل کې بي بي سي ته ویلي و، چې دغه خبرې د سولې د عالي شورا د دارلانشا رییس معصوم ستانکزي او طالب مرکچیانو تر منځ دوبۍ کې تر سره شوې دي.

دغو مقاماتو ویلي و، چې امریکایان او پاکستانیان هم د دې خبرو پر مهال موجود وو.

د دې خبر د کره مهال په اړه دم ګړۍ څه نه دي ویل شوي.

ورته مطالب