سعودي کې اورلوبې ۱۷ کلن افغان زلمی وژلی

Image caption ویل کېږي د وژل شوي افغان ځوان ورور ته د لوبې د خطر په اړه ویل شوي وو، خو دا خبره یې بابیزه ګڼلې.

د سعودي عربستان طایف ښار کې یو افغان د اورلوبې پرمهال وژل شوی.

د سعودي عربستان یوې ورځپاڼې لیکلي، چې دغه ۱۷ کلن افغان ځوان د اختر په رخصتۍ یوه عام پارک کې په اورلوبه بوخت و، چې اور وچاودېد او ماغزه یې تیت پرک کړل.

ویل کېږي، چې طبي کارکوونکو د دغه افغان زلمي پرځمکه شیندل شوي ماغزه راټول کړل.

د لوېديځ طایف ښار د دغې پېښې په اړه د سعودي " سبق" ورځپاڼې لیکلي چې "چاودنه هومره زوروره وه، چې د دغه زلمي ماغزه یې وشیندل، او پرځمکه تیت پرک شول.. طبي کارکوونکو د هغه د مغزو راټولولو پرمهال لیدل شوي".

"سبق" ورځپاڼې لیکلي، دغه افغان زلمي د پاچا فهد روغتون ته پر لاره ساه ورکړه، چې په سینه هم سخت ټپي او سوځېدلی و.

ویل کېږي، د وژل شوي ځوان ورور دغه پارک کې د اورلوبې ننداره جوړه کړې وه، چې اړوندو چارواکو یې د خطر په اړه هم ورته ویلي وو، خو ده یې خبرې بابیزه وبللې.

ورته مطالب