پاکستان ته د کرزي د سفر اجنډا، سوله که اقتصاد

کرزی
Image caption پاکستان ته د ولسمشر کرزي سفر د هغه هېواد په بلنه ترسره کېږي.

افغان چارواکي وایي د پاکستان له حکومت سره هغه هېواد ته د ولسمشر کرزي د راتلونکي سفر پر اجندا په جدي توګه کار روان دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي پاکستان څو څو ځلې د افغانستان د سولې او اقتصادي مسایلو په برخه کې ژمنې کړې، خو عملي کړي یې نه دي.

دوی وایي دا ځل پر یوې داسې اجندا کار کوي چې د سولې او اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې عملي پایلې ولري.

فریبا ظاهر پخپل راپور کې وايي، ټاکل شوې ولسمشر کرزی د پاکستاني چارواکو په بلنه په نژدې راتلونکي کې اسلام اباد ته سفر وکړي.

افغان چارواکي چې په وار وار یې په بېلابېلو برخو کې د پاکستان پر نه همکارۍ نیوکې کړې، وایي دا ځل اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي د سفر لپاره پر یوې داسې اجنډا کار کوي چې عملي پایلې ولري.

د طالبانو مشران

دوی هیله ښیي چې پاکستان دا ځل د کړو ژمنو په برخه کې بې پروا ونه اوسي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له و سله والو مخالفینو سره د سولې خبرې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې به د دې اجندا له اساسي موضوع ګانو وي:

''د افغان دولت له لوري د سولې هڅې به د دې اجندا یو له ډیرو اساسي ټکو وي. په دې دلیل چې د طالبانو مشران ټول په پاکستان کې دي او هغه هېواد د سولي په بهیر کې اساسي ونډه لري. د ولسمشر د سفر د اجندا یوه بله مهمه موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو اهمیت دی. په تېره بیا د ترانزیت مساله چې تړون یې له وړاندي لاسلیک شوی و، خو د سولې هڅې د اجندا اساسي برخه ده''.

یوازې په اقتصادي برخه کې نه بلکې د افغانستان د سولې د هڅو په برخه کې هم د پاکستان نه همکارۍ د افغان دولت نیوکې راپورته کړې دي.

افغان چارواکي وایي پاکستان باید د سولې د هڅو د لا پیاوړتیا لپاره په هغه هېواد کې مېشت طالب مشران وهڅوي او هم د هغوی ځینې مشران چې په پاکستان کې بندیان دي، خوشي کړي.

پاکستان ته د ولسمشر کرزي سفر د هغه هېواد په بلنه ترسره کېږي.

شرطونه

Image caption په امنیتي او بهرنیو چارو کې، د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف ستر سلاکار سرتاج عزیز کابل ته په خپل لومړي سفر کې وویل، چې پاکستان له وړاندې له طالبانو سره اړیکې لرلې او له دغو اړیکو به په افغانستان کې د ثبات په ټنګښت کې کار واخلي.

که څه هم په لومړي سر کې ولسمشر کرزي پاکستان ته خپل هر راز سفر له شرطونو سره تړلی و، خو اوس پتېیل شوې چې دی به په نژدې راتلونکي کې اسلام اباد ته سفر وکړي.

د ځینو شنونکو په باور، د نواز شریف په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت به وکړای شي دا ځل په سیمه کې د اور لمبې مړې کړي او زیاتوي چې ښايي ښاغلی نواز شریف پوځ پرې نه ږدي، چې د پاکستان ملکي حکومت تر خپل فشار لاندې ونیسي.

افغان چارواکي هم هیله ښیي چې اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي دغه سفر به د دواړو هېوادونو د اړیکو په برخه کې یو نوی پیل وي.

ورته مطالب