د افغان ولسي جرګې غړې تښتوونکو د طالب بنديانو خوشي کولو غوښتنه کړې

Image caption فرېبا احمدی کاکړ له کندهاره د ولسي جرګې غړې ده

په غزني کې يو امنيتی چارواکی وايي په افغان ولسي جرګه کې د کندهار استازې فرېبا کاکړ چې څو ورځې مخکې تښتول شوې وه، لا تر اوسه له تښتوونکو سره ده.

دغه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، بي بي سي ته ويلي مېرمن کاکړ دوې ورځې مخکې د کندهار- کابل پر لار د غزني ښار په اسفند ده سيمه کې د وسله والو طالبانو له لوري تښتول شوې ده.

خو اوس څرګنده نه ده چې وسله والو مېرمن کاکړ کوم لور بېولې ده.

د غزني امنيتي چارواکي ويلي د مېرمن کاکړ خوشي کولو لپاره د قومي مشرانو له لوري هڅې پيل شوې او روانې دي.

فرېبا احمدی کاکړ هغه مهال د وسله والو طالبانو له لوري ونيول شوه، چې له خپلو ماشومانو سره يې د کابل پر لور سفر کاوه.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د وسله والو له لوري د پارلمان يوه ښځينه غړې تښتول کېږي، او په دغه هېواد کې د مخورو ښځو پر وړاندې د زورزياتي پېښو يو خطرناک پړاو په ګوته کوي.

د مېرمن کاکړ ماشومان بيا وروسته په هغو عملياتو کې خوشي شوي، چې افغان استخباراتو او ناټو ځواکونو په ګډه ترسره کړي دي.

خو د غزني دغه امنيتي چارواکي بيا ويلي د مېرمن کاکړ دوه لوڼې، يو زوی او موټروان د قومي مشرانو هڅو پايله کې خوشي شوي دي.

مخکې هم د افغان پوليسو يوه قوماندان ويلي وو د دې نيوونکو يې د پرېښوولو بدل کې د ۴ تنه طالب بنديانو خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د مېرمن کاکړ تښتولو دغې پېښې يوازې څو ورځې مخکې د افغان ولسي جرګې يو بله ښځينه غړې د افغانستان همدې برخه کې د وژنې له هڅې ژوندۍ ووتله، خو لور يې په پېښه کې وژل شوې وه.

په کابل کې د بي بي سي خبرياله کارن الن وايي په داسې حال کې چې ناټو ځواکونه د راتلونکي ميلادي کال پای کې له افغانستان نه د خپلې بشپړې وتنې تياری نيسي، د افغان ښځو لپاره د محدودې ازادۍ په اړه ريښتينې اندېښنې راپورته شوې، چې دغې ازادۍ په کمېدو پيل کړی دی.

تېره مياشت په هلمند کې يوه جګپوړې افغان پوليسه خپل کور ته پر لار په ډزو ووژل شوه.

ورته مطالب