سېلابونو بیا افغانانو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

Image caption جغتو ولسوالۍ کې سېلابونو د ډېرو کرنیزو ځمکو حاصلات او باغونه وړي.

په وردګو ولایت کې د راوتلو سېلابونو له کبله لږترلږه اته کسان وژل شوي او خلکو ته یې دروند مالي زیان اړولی.

د دغه ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، چې سېلابونو په جغتو، سید اباد، دایمیردار او چک ولسوالیو کې د تېرو دوو ورځو راوتلو سېلابونو له کبله نژدې درې زره کورنۍ زیانمې شوې دي.

د وردګو مطبوعاتي دفتر وايي، جغتو ولسوالۍ کې سېلابونو اته کسان وژلي، چې درې په کې ماشومان، درې مېرمنې او دوه لویان دي.

همداراز په یاده ولسوالۍ کې تر شپېتو ډېر کلي زیانمن شوي او کرنیز حاصلات او نژدې دوه سوه څاروي یې سېلابونو وړي دي.

پر جغتو ولسوالۍ سربېره، چک کې هم راوتلو سېلابونو لږترلږه دیارلس کسان ژوبل کړي او زرګونه مېوه لرونکې او بې ثمره ونې یې هم له منځه وړې دي.

د دغو ولسوالیو خام سړکونه هم د سېلابونو له زیانه خوندي پاتې نه دي.

د وردګو سید اباد او دایمیرداد ولسوالیو کې هم تر سختو ورښتونو وروسته سېلابونو خلک اغېزمن کړي.

د وردګو والي عبدالمجید خوګیاڼي له شاوخوا څلور سوه کورنیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه کړې ده.

له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سېلابونو لسګونه کسان ووژل او د سیمې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه واړول.

تر ټولو ډېر خونړي او ویجاړوونکي سېلابونه د کابل سروبي ولسوالۍ کې راغلل، چې تر ۴۰ ډېر کسان یې ووژل او همدومره تري تم وو.

که څه هم زیانمنو شویو خلکو له حکومته د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې، خو ښکاري چې زیانمنو ته هېڅ د پام وړ مرستې نه دي رسېدلې.

د کابل شکردرې ولسوالۍ کې هم سېلابونو شاوخو شل کسان ووژل او د خلکو کرنیز حاصلات یې ورسره په مخه کړل.

ورته مطالب