د ولسي جرګې پر غړي مرګونی برید

احمد شاه رمضان
Image caption احمد شاه رمضان د پارلمان تېرو دوو دورو کې د مشرانو جرګې انتصابي غړی و.

د افغانستان پلخمري ولایت کې د بلخ یوه وکیل پر ګاډي برید شوی، چې له کبله یې درې ساتونکي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په ولسي جرګه کې د بلخ استازي احمد شاه رمضان پر ګاډي هغه مهال برید وشو، چې له بلخه کابل ته روان و.

که څه هم تر اوسه د دغه برید پړه چا نه ده منلې، خو ښاغلي رمضان وار د مخه د برید پړه پر "القاعدې" او وسله والو طالبانو اچولې ده.

ښاغلي رمضان بي بي سي ته په څرګندونو کې وویل چې: "د چهارشبنې پر شپه دوې بجې له برخه د کابل پر لور وخوځېدو، چې د پلخمري او دوشي ترمنځ مو د کاروان پر یوه ګاډي ماین وچاودېد".

نوموړی تر چاودنې وروسته د بلخ مرکز مزار شریف ته ستون شوی.

رمضان وايي چې د دوو ټپي شویو ساتونکو وضعیت یې د اندېښنې دی، چې دا مهال یې د درملنې لپاره کابل ته لېږدولي.

بي بي سي له احمد شاه رمضان وپوښتل، چې ایا کابل ته یې له بلخه د خپل سفر په اړه امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړی و؟ نوموړي وویل چې: "که چېرې امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړو، نور به ژوندي نه یو. پر امنیتي کسانو یو سلنه باور هم نه لرم".

دی وايي دا لومړی ځل نه دی، چې د کابل- بلخ پر لویه لار دا ډول چاودنې او بریدونه کېږي.

احمد شاه رمضان د پارلمان تېرو دوو دورو کې د مشرانو جرګې انتصابي غړی و.

تر دې مخکې د رمضان ورور اشرف رمضان، چې د ۱۳۸۳ کال پارلماني ټاکنو ته ولاړ و، مزار شریف کې ووژل شو.

په دې وروستیو کې د پارلمان پر غړو بریدونه ډېر شوي دي.

په غزني کې يو امنيتی چارواکی وايي په افغان ولسي جرګه کې د کندهار استازې فرېبا کاکړ چې څو ورځې مخکې تښتول شوې وه، لا تر اوسه له تښتوونکو سره ده.

او ترې وړاندې غزني ولایت کې پر یوې بلې استازې روح ګل برید وشو، چې نوموړې او مېړه یې وژغورل شول، خو یوه لور او موټروان یې ووژل شول.

ورته مطالب