'فیفا' افغان ټاکنیز بهیر کې د درغلۍ راپور ورکړی

Image caption 'فیفا' وايي ځینو مرکزونو کې هغو کسانو ته د رای ورکولو کارتونه ورکړل شوي، چې تذکرې یې نه لرلې.

د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو څارونکی بنسټ یا (فیفا) وايي، د تېرو دوو میاشتو پرمهال په ۲۵ ولایتونو کې شاوخوا لسو زرو هغو کسانو ته د رای ورکولو کارتونه ورکړل شوي، چې تذکرې نه لري.

کابل کې زموږ همکار هدایت الله همیم وايي، په افغانستان کې د رای ورکوونکو د کارتونو د وېش لومړي پړاو پرمهال د دغه بنسټ ارزونې ښيي چې د نوم لیکنې پرمهال پراخې درغلۍ او له قانونه ښکاره سرغړونې شوې.

همداشان وايي، چې تر قانوني عمر ښکته کسانو، په غیاب او له یوه د ډېرو کارتونو د ورکولو درغلۍ یې هم ثبت کړې، چې د فیفا د اجراییوي مشر جانداد سپین غر په وینا دا یوه ښکاره درغلي ده:

''هغه لویې سرغړونې چې موږ یې ډېر اندېښمن کړي یو دا ده چې دا رای ورکولو په ۲۸ مرکزونو کې هغو کسانو ته کارتونه ورکړل شوي، چې تر قانوني عمر ټيټ عمرونه یې لرل، پنځو مرکزونو کې غیاب کې کارتونه وېشل شوي، پنځو نورو مرکزونو کې یوه کس ته تر یوه ډېر کارتونه ورکړل شوي. او څلورو مرکزونو کې د ټاکنو کارکوونکو او امنیتي کسانو ته ګواښونه شوي''.

د طالبانو کنټرول

دغه بنسټ وايي ارزونو یې موندلې ده، چې د امنیتي ستونزو له کبله د هېواد ۹ ولایتونو د رای ورکولو په ۱۴ مرکزونو کې د رای ورکولو د کارتونو وېش له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی، چې د مرکزونو پرانیستل یې هم ورسره ځنډول شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د ټاکنیز بهیر پرمهال د ۲۵۹ مرکزونو پوره امنیت نه شي نیولی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم ویلي په هغو ولسوالۍ کې ټاکنو ته د رای اچولو صندوقونه نه شي اېښودی، چې د حکومت له کنټروله وتلې او یا طالبان په کې نفوذ لري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي:

''زه پخپله د ټاکنیزو څارنو د دغه بنسټ له راپور سره ډېر موافق نه یم، دا موږ ردوو، ځکه چې ځینې وخت او ځینو ځایونو کې دوی هېڅ څارونکی نه درلود، موږ لاهم دا توان نه لرو، چې د هېواد ۱۲ ولسوالیو کې دا بهیر پیل کړو، څلور ولسوالۍ د حکومت له کنټروله وتلې دي او د څلورو ولسوالیو ټاکنیز توکي چمتو دي، چې د امنیتي ننګونو له کبله یې رسول ستونزمن دي''.

د افغانستان ځینې بنسټونه سر له اوسه تر راتلونکو اتو میاشتو پورې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته چمتووالي نیسي.

له تېرو دوو نیمو میاشتو راهیسې نژدې ۳۲۸ افغانانو ته د رای اچولو نوي کارتونه وېشل شوي، چې د ټاکنیزو بنسټونو لپاره دا د پام وړ شمېره ده، خو اندېښنه هله ډېرېږي، چې ټاکنو ته د لږ وخت پاتې کېدو له کبله افغان امنیتي ځواکونه د دې جوګه دي، چې په خپلواکه توګه د ټاکنو امنیت ونیولی شي؟.

تر راتلونکې یوې میاشتې پورې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر پیلېږي، چې همدا اوس کابل او ۳۳ نورو ولایتونو کې د رای اچولو د کارتونو د وېش لړۍ دوام لري.

ورته مطالب