م م د افغان سړکونو جوړولو ته ۳۳۲ ميليونه ډالر ورکوي

Image caption ټولګټو وزارت به ١٢٨ ميلیونه ډالر د کليو د لارو سړکونو پر جوړولو لګوي.

د ملګرو ملتونو پرمختيايي بنسټ د لارو سړکونو جوړولو په موخه له افغان حکومت سره ٣٣٢ ميلیونه ډالره مرسته وکړه.

له دغې ټولګې څخه غوښنه برخه ټولګټو وزارت ته په واک کې ورکړل شوې ده، چې لارې سړکونه جوړول او ژغورل يې د سر سر له دندو دي.

د ٣٣٢ ميلیونو ډالرو له دغې ټولګې ١٨٦ ميلیونه ډالره ټولګټو وزارت يانې فوايد عامې ته ورکول کېږي.

١٢٨ ميلیونه ډالر د کليو پرمختيا وزارت ته سپارل کېږي، او پاتې ١٨ ميلیونه ډالر به د ماليې وزارت په واک کې ورکړل شي.

د ټولګټو وزارت مرستيال احمد شاه وحيد وويل دا مرستې به د هغه پروګرام په ترڅ کې لګول کېږي چې ولسوالۍ د ولايتونو له مرکزونو سره تړي.

د ښاغلي وحيد د څرګندونو پر بنسټ په دې ترڅ کې به د دوو کلونو په ترڅ کې په ټول افغانستان کې، پر ١٠٠٠ کيلو متره سړک کريړ واچول شي،٢٥٠ کيلومتره سړکونه به پاخه کړل شي، او ١٠٠٠ متره پولونه به وتړل شي.

ټولګټو وزارت به ١٢٨ ميلیونه ډالر د کليو د لارو سړکونو پر جوړولو لګوي.

سر بېره پر دې به د ملګرو ملتونو د پرمختيايي بنسټ د دغې مرستو يوه برخه د هغو ١٠٠٠ کيلو متره سړکونو پر بيا رغاونه او ژغورنه ولګول شي چې مخکې جوړ شوي يا پاخه شوي دي.

د ورکړل شويو شمېرو له مخه په تېره لسيزه کې په دغه هېواد کې ٤ اعشاريه ٧ ميليارده ډالر د سړک جوړونې پر چاره لګول شوي دي، چې پر مټ يې ٨ زره کيلو متره سړک پوخ کړل شوى، او پر ١٢ زره کيلو متره سړک کريړ اچول شوى دى.

خو اوس مهال د دغو سړکونو ډېره برخه د هغه څه له کبله چې د کار ټيټ کيفيت او تر کچې د درنو ګاډو تګ راتګ بلل کېږي بېرته کنډکپر او ړنګ شوي دي.

ورته مطالب