'د ټاکنو لپاره ۱۳زره ښځينه پوليسو ته اړتيا لرو'

افغان پوليسه
Image caption مجتبی پتنګ وايي د ښوونځيو زده کوونکې به د امنيت په ساتلو کې ورسره مرسته وکړي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د ټاکنو پر مهال د راى کارولو د ښځينه مرکزونو لپاره هومره ښځينه پوليسې نه لري چې د دغو مرکزونو امنيت خوندي کړي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو پر مهال به د رايې کارولو نژدې ۷۰۰۰ مرکزونه پرانستې وي.

د کورنيو چارو سرپرست وزير مجتبى پتنگ وويل چې د دغې تشې د ډکولو لپاره په پام کې لري چې په لنډ مهاله توگه زرگونه ښځينه پوليسې پر دندو وگوماري.

محمود کوچی په خپل راپور کې وايي، ښاغلي پتنګ خلکو ته ډاډ ورکړ چې د ټاکنو پر مهال به پوليس بې پرې وي او د هيڅ نوماند ملاتړ به نه کوي.

د کورنيو چارو وزير دغه څرګندونې په پلازمېنه کابل کې د ملي پوليسو او مدني ټولنو او رسنيو تر منځ د دويمې مشورتي غونډې پر مهال وکړې.

په غونډه کې د افغان پوليسو پر کړنو او هغو تشو چې د دوى په کارونو کې ليدل شوي خورا ډيرې نيوکې وشوې او تر څنگ يې يو لړ وړانديزونه هم وشول.

ځينو ويل چې په سويلي ولايتونو او ولسواليو کې د پوليسو شمير لږ دى، يو شمېر نورو پر هغو پوليسو نيوکې کولې چې له ۱۸ کلنۍ نه په کم عمر کې د پوليسو له ليکو سره يو ځاى شوي دي.

دوی دغه راز د پوليسو له گاډو نه د ناوړه گټې اخيستو له امله هم نيوکې کولې، چې دغو ټولو غوښتنو او پوښتنو ته د کورنيو چارو وزير په سړه سينه ځوابونه ورکړل.

ښاغلي پتنگ وويل چې د همدغو ټاکنو پر مهال به د ښځينه مرکزونو لپاره زرگونه هغه نجونې پر دندو وگوماري چې دا مهال په ښوونځيو کې زده کړې کوي:

"ما د پوهنې وزارت او نړيوالې ټولنې سره اړيکي نيولي، چې موږ د ټاکنو د بهير د خوندي کولو لپاره 13 زره ښځينه پوليسو ته اړتيا لرو، چې اوس موږ له هغې ډلې نه يوازې 2200 ښځينه پوليسې لرو".

د کورنيو چارو سرپرست وزير وويل غواړو د پوهنې وزارت له هغو ښځينه زده کوونکو نه چې په ولسواليو کې شته دي د يوې يا دوو ورځو لپاره زده کړې ورکړو.

ده وويل له هغې وروسته به همدغه زده کونکې زموږ سره د ټاکنو بهير وڅاري او د معاش ترڅنګ مو د ټاکنو د کميسيون او نړيوالې ټولنې غوښتي چې د دغو زده کونکو لپاره يو څه امتيازات برابر کړي.

د کورنيو چارو وزارت پتييلې چې له دې وروسته به د پوليسو، مدني ټولنې او رسنيو له استازو سره گډې غونډې جوړې کړي چې له يو بل سره د چارو د سمون لپاره خپلې تجربې شريکې کړي.

دا هغه څه دي چې د ډيرو له نظره ښايي ورسره د پوليسو په ليکو کې څه نا څه سمون هم راوستل شي.

ورته مطالب