په کندهار کې ځانمرګي بريد مرګ ژوبله اړولې ده

Image caption ويل کېږي د ځانمرګي هدف هغه بهرني عسکر و، چې په دغه سيمه کې راټول شوي وو

د افغانستان له سويلي ولايت کندهار نه راپورونه وايي چې يوه ځانمرګي بريد د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د ملي اردو پنځه سرتېري او درې ملکيان ټپيان کړي دي.

ولايتي چارواکي وايي دغه بريد نن له غرمې مخکې د ۱۱ بجو پر مهال شوی دی.

عيني شاهدان وايي ځانمرګی پياده او هغه مهال يې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي وچول، چې د هوايي ډګر په دروازه کې ولاړو افغان او بهرنيو ځواکونو ته ورنژدې شو.

د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحميد هم دغه ځانمرګی بريد تاييد کړی او رسنيو ته يې ويلي چې په دغه پېښه کې د ملي اردو يو شمېر سرتېري ټپيان شوي دي.

ويل کېږي چې د ځانمرګي هدف هغه بهرني عسکر و، چې په دغه سيمه کې راټول شوي وو.

ځايي رسنيو راپور ورکړی چې د بهرنيو ځواکونو يو موټر دغلته چپه شوی و، او هغه مهال چې افغان ځواکونه مرستې ته ور ورسېدل بريد پرې وشو.

د ځايي خلکو د څرګندونو له مخې اوس دغه سيمه د ترافيکو پر مخ تړل شوې او په سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.

څو مياشتې وړاندې د کندهار د سپين بولدک په سرحدي ښار کې يوه ځانمرګي بريد د ځايي پوليسو د يوه قومندان په ګډون درې کسه ووژل او اته نور يې ټپيان کړل.

د کابل چاودنه

بل خوا د پلازمېنې کابل امنيتي چارواکي وايي د کابل ښار په لومړۍ حوزه کې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه يوه بمي چاودنه شوې ده.

د کابل د امنيه قومندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته وويل چې په چاودنه کې چاته زيان نه دی رسېدلی.

ښاغلي ستانکزي وويل دغه چاودنه د يوه سوداګر په موټر د يوه نښتي ماين له امله رامنځته شوې، خو ده ونه ويل چې ايا هدف يې همدا سوداګر و، که څنګه.

ځينې راپورونه وايي چې چاودنې د شاوخوا هټيو ښيښې ماتې کړي او يو شمېر دوکانونه لږ سوځېدلي دي.

د دغو دواړو پېښو پړه تر اوسه چا نه ده منلې.

ورته مطالب