هرات: وسله والو د ساختماني شرکت ۹ کارګر وژلي

هرات
Image caption طالبانو ادعا کړې چې په بريد کې يې ۱۱ امنيتي سرتېري وژلي دي.

د افغانستان په لويديځ هرات کې امنيتي چارواکي وايي وسله والو د بيارغونې د يوې پروژې ۹ کارګر په کرخ ولسوالۍ کې وژلي دي.

د هرات د پوليسو وياند عبدالرووف احمدي بي بي سي ته وويل تېره شپه وسله والو په کرخ کې پر يوه امنيتي پوسته بريد وکړ، چې د امنيتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول.

د ده په خبره په دغه بريد کې يو پوليس ووژل شو او له دې وروسته وسله والو ۹ کارګر ووژل.

طالبانو ادعا کړې چې په بريد کې يې ۱۱ امنيتي سرتېري وژلي دي.

د هرات د پوليسو وياند عبدالرووف احمدي وايي کارګران په خيمه کې ويده ول چې وسله والو پرې ډزې وکړې.

دی وايي دغو کسانو په هرات د ملي پيوستون د پله جوړولو يوه پروژه پر مخ وړله.

ښاغلی احمدي وايي د پوليسو اضافي ځواک سيمې ته استول شوی، خو تر اوسه يې پر ګارکرو بريد کوونکي نه دي نيولي.

وړاندې له دې يو شمېر ځايي رسنيو داسې راپورونه ورکړي و، چې ګواکې پوليس د کارګرو په ساتلو کې بې پروايي کړې ده.

خو د پوليسو وياند وايي د پېښې په سيمه کې مېشت پوليس د لويو لارو د ساتلو دنده پر غاړه لري او په مستقیم ډول د دغو کارګرو د امنيت مسووليت پر غاړه نه لري.

د فراه ځانمرګی

د فراه ولايتي چارواکي وايي د بالا بلوک په يوه شخصي کلينيک کې دننه ځانمرګی بريد شوی دی. دوی وايي ظاهرآ د دغه کلينيک مشر او پخوانی جهادي قومندان ضابط جليل د دغه بريد هدف و.

ولايتي چارواکي وايي د دغه بريد په پايله کې درې سيمه ييز پوليس او د دوی قومندان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

په وروستيو مياشتو کې په هرات کې امنيتي وضعيت تر يوه بريده ښه شوی و، خو وروستيو پېښو وښوده چې د افغانستان لويديځ خوندي نه دی.

ورته مطالب