واليانو د ۴ سويلي ولايتونو د لارې امنيت څېړلی

Image caption د وردکو، زابل، کندهار او غزني چارواکي په دې فکر کوي چې څنګه د کابل ـ کندهار لار خوندي کړي

د افغانستان د څلورو سویلي ولایتونو والیانو او لوړپوړو امنیتي چارواکو د کابل کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د امنیتي وضعیت په باب په میدان وردګو ولایت کې غونډه وکړه.

دغه غونډه کې د یادې لارې په اوږدو کې د امنیتي وضعیت ښه کولو لپاره یو پرېکړه لیک تصویب شو، چې د چارواکو په وینا د منظورۍ لپاره به يې افغان ولسمشر او ملی امنیت شورا ته ولېږل شي.

د کابل ـ کندهار لومړۍ لویې لارې په اوږدو کې د ملي اردو د یوه کنډک او یا لوا ځای پر ځای کول او د امنیتي پوستو پر ډېرولو خبرې وشوې.

امنیتي ځواکونو ته د سړک غاړي ماینونو د مخنیوي تجهیزات ورکول، د میدان وردګو، غزني، زابل او کندهار د والیانو په غونډه کې د تصویب شوي پرېکړه لیک مهم ټکي وو.

غونډې ته په وینا کې د میدان وردګو والي عبدالمجید خوګیاڼي وویل، چې د دغې لارې په اوږدو کې به د ټولو امنیتي ګواښونو تر پایه د دریو نورو ولایتونو له والیانو سره غونډو ته دوام وکړي.

د میدان وردګو د والي ویندوی عطاالله خوګیاني بي بي سي ته وویل، چې یو شمېر اکمالاتي کتارونه خپله د دې لارې په اوږدو کې د ناامنیو رامنځ ته کېدو لامل کیږي.

غونډه کې د کابل کندهار د لویې لارې اوږدو کې د امنیت په ګډوډولو کې د بهرنیو وسله والو د شتون یادوونه هم وشوه، د زابل والي محمد اشراف په وینا د دې لارې د امنیت په ګډوډۍ کې بهرنیان او په ځانګړې توګه پاکستانیان لاس لري.

خو بل لور ته د کندهار والي ویاند جاوید فیصل وايي کورني وسله وال په سیمه کې له ګاډو څخه د دولت کارکوونکي او پلویان ښکته کوي.

کابل کندهار لویه لار د هېواد له لویو لارو څخه یوه ده، چې په اوږدو کې یې د ناامنیو پېښې دا وروستیو کې ډېرې شوې دي. د دې لارې لاروي اکثر د لارې په اوږدو کې د ناامنیو شکایت کوي.

د دی تر څنګ د دغې لارې کیفیت هم خراب دی او له همدې امله یې په اوږدو کې د خونړیو ترافیکي پېښو رامنځ ته کېدل نوې خبره نه ده، چې اکثر مهال په کې د سر دروند زیان اوړي.

ورته مطالب