د خپلواکۍ کلیزه: امنیت یې لمانځنه کم رنګه کړې

Image caption په وروستيو کلونو کې دخپواکۍ د ورځې لمانځنه کم رنګه، او تر ډېره تر ولسمشرۍ ماڼۍ محدوده شوې ده.

سبا د دوشنبې ورځ د ١٣٩٢ لمريز کال د زمري ٢٨ نېټه ده چې د افغانستان د کليز له مخه د دغه هېواد د خپلواکۍ له جشن سره سمون خوري.

له نن څخه ٩٤ کلونه مخکې برتانوي امپراتورۍ د يوۀ تړون په پايله کې د افغانستان خپلواکي په رسميت وپېژنده او امان الله خان پاچا د کابل په عيدګاه جومات کې اعلان کړه.

د جګړو تر لسيزو مخکې دا ورځ په رنګينو او شاندارو مراسمو لمانځل کېده، خو په وروستيو کلونو کې دا لمانځنه کم رنګه، او تر ډېره تر ولسمشرۍ ماڼۍ محدوده شوې ده

له ننه پوره ٩٤ کلونه مخکې د افغانستان او برتانوي ښکېلاک د استازو تر درې پړاويزو خبرو اترو وروسته د افغانستان د خپلواکۍ لاسوند د افغانستان د هغه مهال د بهرنيو چارو د وزير محمود طرزي او برتانوي استازي دا پس له خوا لاسليک شو.

تر دې وروسته امان الله خان پاچا د پلازمېنې کابل خلک او حکومتي کارکونکي عيد ګاه جومات ته ور وبلل او د افغانستان د خپلواکۍ زېرى يې پرې وکړ، ورسره جوخت برتانیايي هم د افغانستان خپلواکي په رسميت وپېژندله.

له کلونو کلونو د زمري اسد ٢٨ نېټه د افغانستان په کليز کې عامه رخصتي وي، د جګړو تر کلونو مخکې دا جشن په خورا رنګينو، زړه راښکونکو، او شاندارو مراسمو لمانځل کېده.

د تاريخي او سياسي چارو کارپوه عبدالحميد مبارز وايي هغه مهال به څلور ورځې جشن وو، چې له پلازمېنې او ولايتونو څخه به په کې ډلو ډلو خلکو ګډون کاوۀ.

خو څو کلونه وشول چې په افغانستان کې ملي جشنونه په کمرګه توګه لمانځل کېږي او ښاغلى مبارز يې لامل هم يوازې او يوازې امنيتي بولي.

ښايي همداسې وي ځکه افغان حکومت تر هغې وروسته ملي جشنونه لمانځل محدود کړل چې نژدې پنځه کلونه مخکې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د غويي د اتمې يانې د مجاهدينو د بري د نېټې پر جشن بريد وکړ.

هغه مهال چې خپله ولسمشر حامد کرزي هم د جشن په مراسمو کې ګډون درلود، د ياد شوي بريد په پايله کې د ملي شورا د يوه غړي په ګډون درې کسان ووژل شول او ٨ نور ټپيان شول.

تر بريد وروسته د يوه جشن لپاره هم شاندار مراسم په پام کې و نه نيول شول، او د خپلواکۍ د جشن لمانځنه هم تر ډېره تر ارګه محدود شو.

خو سږکال په خواله رسنيو او ځانګړي ډول فېسبوک کې افغان وګړو د انځورو، شعرونو او پيغامو په خپرولو سره دا ورځ د بلې هرې ورځې په پرتله په پراخه کچه لمانځلې ده او لا يې لمانځي.

ورته مطالب