خپلواکي؛ يو عرض

Image caption د اګست په ۱۹مه د افغانستان پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ښارونو کې د خپلواکۍ ۹۴ کلیزه ولمانځل شوه.

باچاخان په دې نظر و چې پښتانه واک ګټلی شي خو پاللی يې نه شي؛ هغه د واک او د واک په لوبه کې د پښتنو د رول تاريخ ته اشاره کوله چې څومره دوی په دې لوبه پوهېدلي او څه ډول لوبېدلي دي.

خپلواکي او د واک لوبه له يو او بل سره ډېر ژور تعلق لري، ياده دې وي چې دلته واک د حکومت کولو په مانا نه دی بلکې څه ته چې په انګرېزي کې پاؤر وايي په هم هغه مفهوم کارول شوی دی او د واک کومه مخصوصه سرچېنه او منطقه نه وي بلکې دا چې کله د لوبې پړاؤ ته لوېږي يا د تعلق نوعيت خپلوي، هم په هغه ځای کې خپله مانا څرګندوي او سړی يې وجود او د وجود شدت محسوسولی شي.

لیدلوری

دا پورتنۍ کرښې يوازې د هغه دانش زېږنده نه دي څه ته چې پوسټ ماډرنزم وايي بلکې دا په اصل کې د اوسنۍ نړۍ ټول روزګار دی؛ د دې نړۍ روزګار ته موږ د ماډرنزم له ليدلوري هم ونه کتل کوم چې دا وخت په نړېوالو علمي کړيو کې ډېر لږ کارول کېږي، موږ اوس هم له خپل هغه روايتي ليدلوري دې پراخې نړۍ ته ګورو چې موږ ته خپل شفاهي او شاعرانه دانش لورولی دی، که څه هم د دې نړۍ ليد خپل يو لوړ ارزښت مسلم دی او له دې څخه د تېښتې او پرېکون هيڅ جواز نشته خو د نړۍ د واک لوبې چې په کوم عقل کېږي، ښايي چې زموږ نړۍ ليد د هغه عقل درک و نه لري.

ځينې ورځې داسې وي چې پر سړي د خپلو ټولنيزو کميانو انکشاف وکړي؛ پرون (د اګست ۱۹مه) د افغانستان د خپلواکۍ ۹۴يمه کليزه ولمانځل شوه، نه پوهېږم چې د ټولنې په کچه به څنګه او څومره دا ورځ لمانځل شوې وي خو د ټولنيزو رسنيو په کچه چې د دې لمانځنې کومه ادا وه، هغې په هيڅ صورت هم زموږ د يو خپلواک ذهنيت څرګندونه ونه کړه، چې له ټولو پېغامونو، ليکنو او پوسټونو څخه تبريکي، شاعري، ګيله او پېغور وباسې، نو هيڅ به هم پاتې نه شي او په دې به ونه پوهېږو چې خپلواکي څه ده، موږ څنګه او څومره خپلواک يو؟

يوه ستونزه په ټوله دنيا کې شته او په موږ کې يې شدت بېخي زيات دی، د نېشنلزم رومانس سړی ډېر کم دې ته پرېږدي چې پر يوه مسئله دې هر اړخيز، جامع، علمي او تنقيدي سوچ وکړي، دا رومانس که د اولس په کچه موجود وي، تر څه حده د زغملو وړ دی خو که په علمي کړيو کې موجود وي نو بيا د خفګان خبره ده او زموږ سياستونه کله هم اولس له دې رومانس څخه بهر ليدل نه غواړي ځکه چې له تنقيدي شعور څخه بې برخې اولس د سياستونو پراخې ګټې يقيني کوي.

واک ګټل او پالل

دا چې موږ واک ګټلی شو خو پاللی يې نه شو، د دې مقصد دا دی چې موږ د واک د پاللو په سياست نه پوهېږو او ددې صلاحيت نه لرو؛ چېري چې د سياست او صلاحيت خبره راځي، هلته سړی خپل ځان او خپل ګرېوان ته متوجه کېږي، د بل پر لمنو د داغونو لګولو کار ترې پاتېږي.

خپلواکي نه خو شاعري ده او نه کومه اخلاقي يا مذهبي موضوع ده او په رياستي مفهوم کې له سياسته بهر د دې هيڅ وجود نه شته، د دې حقيقت يوازې هله په نظر راتلی شي چې د واک په اړېکو کې د يو رياست ځای وځېرل شي.

په ډېر عام مفهوم که هم وکتل شي نو خپلواکي يوازې له بهرني استعمار او يرغلګر څخه خلاصون ته نه وئيل کېږي بلکې له هغو داخلي ټولنيزو او سياسي عناصرو او روئيو څخه هم د خلاصون تقاضا کوي چې په هېواد کې د موجود انسان شخصي، کلتوري او فکري آزاديو ته جبري حدود ټاکي؛ يعني يوازې دا نه چې موږ له بهرني فشاره څومره آزاد يو بلکې دا هم چې موږ په خپل منځ کې له يو بل سره په تعلق کې څومره آزادي لرو؟

د اندېش شمس القمر يو شعر دی؛

آزادي دومره خو په کار ده کنه!

چې سړی يو له بله تنګ نه وي

امان الله خان غازي موږ له خارجي بلواکۍ آزاد کړو خو چې په ټولنه او رياست کې دننه يې د هغه ټولنيز جوړښت د اصلاح روډ مېپ وړاندې کړ په کوم جوړښت کې چې انسانان له يو او بل سره جوړ نه ؤ او له يو او بله تنګ ؤ نو څه ډول غبرګون وښوول شو او د هغه غبرګون څه ډول سياسي استعمال وشو؟

هم دا ځای دی، چې موږ د خپلو برباديو سياسي شننې ته مجبوروي او د يو داسې ټولنيز نظام تصور راکوي چې خپلواکي د ټولنې او رياست له دننې اداره کېدی شي او هم په هغه دايره کې تر ټولو ښه مفهوم شيندلی شي.

محدوده ازادي

نېلسن منډېلا يوه ډېره درنه خبره کړې، "موږ نه بې ډوډۍ خپلواکي غواړو او نه بې خپلواکۍ ډوډۍ." په دې تناظر کې که موږ د خپلې خپلواکۍ جاج واخلو نو په زغرده وئيلی شو چې زموږ د خپلواکۍ نيمه برخه بشپړه شوې خو نيمه لا نيمګړې ده؛ موږ لوږه لا ختمه کړې نه ده او په دې برخه کې مو لا خپلواکي نه ده ګټلې، لوږه يوازې د خېټې تشتوالې ته نه وايي بلکې دا په علمي، جنسي، جمالياتي او د ژوند په نورو اړخونو کې هم سرايت کوي،ددې تر څنګ بايد په ياد ولرو چې دې لوږو او سولې کله هم له يو او بل سره ياري نه ده کړې.

څومره چې موږ د خپل څنګلوري په شخصي ژوند کې مداخلت کوو او آزادي يې محدودو، له دې کاره په هم دغومره کچه د هېواد خپلواکۍ ته زيان اوړي؛ زموږ شخصي آزادي د هېواد له مجموعي خپلواکۍ سره په براه راست تناسب کې اوسي.

دا يو تاريخي حقيقت دی چې افغانانو په هر رنګه حالاتو کې د خپل استقلال دفاع کړې ده خو دې حقيقت ته مو کله هم پاملرنه نه ده کړې چې په هېواد کې دننه مو انسانان بېخي په داخلي نوآبادياتو (Internal Colonization) اوښتي دي.

د خپل هېواد د سياست يو بل ډېر مهم اړخ ته مو بايد پام وي چې له يوې اوږدې مودې د هېواد د استقلال، تماميت او هويت د دفاع په نوم ځينو سياستونو زموږ ژوند په کومو تراژيديو کې غرق کړ، دا چې وايي "افغانستان د امپراتوريو هديره ده" آيا دا رښتيا هم موږ خپلواک ليدل غواړي او په خپله زموږ خپلواکۍ ته څومره درناوی لري؟

دې نکتې ته هم پاملرنه په کاره ده چې په اوسني عصر کې د خپلواکۍ هغه مطلب نه دی کوم چې يې په نولسمه او شلمه پېړۍ کې و؛ دا چې وئيل کېږي دنيا په يوه کلي بدله شوې او سره سورۍ شوې ده، دا نکته د خپلواکۍ د اصطلاح په حواله هم خپل يو وضاحت لري، که په دې وضاحت وپوهېدو، د اوسني افغانستان د سياست او له نړېوالې ټولنې سره د تعلق پر موضوع به مو د جذباتو پاره ډېره لاندې راولوېږي او له ډېرې هوشمندۍ به کار واخلو.

ورته مطالب