د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون نوی پړاو

Image caption د واشنګټن له لورې به په کابل کې د امریکا سفیر او جنرال ډنفورډ دغه خبرې له دې وروسته پر مخ بوځي.

د افغانستان او متحدو ایالاتو ترمنځ د امنیتي تړون په باب خبرې اترې د افغان لوړ پوړو چارواکو په وینا نوي پړاو ته داخلې شوي دي.

بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته افغان چارواکو په ډاګه کړې چې د دغو خبرو مشري به له دې وروسته په کابل کې دوه مهم شخصیتونه په غاړه لري.

پر امنیتي تړون تر اوسه په واشنګټن کې د افغانستان سفیر د کابل استازیتوب کاوه.

داسې ویل کېږي چې تر دې وروستیو پورې ۱۵ کاري ډلو د تړون پر بیلا بیلو اړخونو خبرې کولې.

ویل کېږي چې اوس به د دغو خبرو سیاسي چنې پیلیږي چې دواړه غاړې به په کې د خپلو لا ډيرو ګټو د خوندي کولو هڅه کوي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل: "پر تړون د خبرو مهمې برخې موږ ته په افغانستان کې سوله او امن، د ملي ځواکونو پياوړي کول، د اقتصاد او پوځي ادارو قوي کول او د بهرنیو یرغلونو په وړاندې د افغانستان دفاع ده."

Image caption ډاکټر رنګين سپنتا او ډاکټر اشرف غني احمدزی به له دې وروسته په دې خبرو کې د افغان غاړې استازیتوب کوي

د ولسمشر کرزي د ویاند دفتر د بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې ومنل چې ډاکټر رنګين سپنتا او ډاکټر اشرف غني احمدزی به له دې وروسته په دې خبرو کې د افغان غاړې استازیتوب کوي.

د واشنګټن له لورې به په کابل کې د امریکا سفیر او جنرال ډنفورډ دغه خبرې له دې وروسته پر مخ بوځي.

د چارو شننونکي فکر کوي چې دا نوی پړاو ښايي په دې مانا وي چې د اکتوبر د میاشتې یاد شوی مهال وېش ښايي عملي شي او پر تړون خبرې ګړندۍ شي.

افغان حکومت له امريکا سره د امنيتي تړون پر سر خبرې وروسته له هغه وځنډولې چې په قطر کې د طالبانو د دفتر په تړاو پر ځينو مسايلو چې امريکا هم په کې ښکېله وه، ناندرۍ را پورته شوې.

د افغان حکومت نیوکه دا وه، چې امریکا بهر کې له طالبانو سره پټې خبرې کوي او وسله وال طالبان د خپلو ګټو د ساتلو لپاره جګړې ته هڅوي.

په د ې وروستیو کې د امريکا يوې مخورې ورځپاڼې نيويارک ټايمز ليکلي و چې واشنگټن له افغانستان سره د امنيتي تړون د لاسليک پر سر د ولسمشر حامد کرزي له دريځه نهيلى شوى او که ژر بدلون را نه شي، آن د ٢٠١٤ کال تر پايه به هم خپل عسکر پرېنږدي.

د کابل او واشنگټن په اړيکو کې تر وروستي سړښت وروسته، د افغانستان يو شمېر سياسي ډلو پر دواړو لورو غږ کړى چې همکاري له سره پيل کړي.

ورته مطالب