افغان تلوېزیونونه ډیجټلي سیستم ته اوړي

Image caption د نړیوال ټېلي کمونیکیشن سازمان د سپارښتنې پر اساس، ټول هېوادونه مکلف دي چې تر ۲۰۱۵ کال پوري خپلې ټلویزیوني شبکې ډیجیتل سیستم ته وا ړوي

په افغانستان کې د تلویزیون لومړني ډیجیتلي سیستم د جوړېدو جواز نن د اسیا مشورتي شرکت ته ورکړل شو چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به یې عملي چارې په کابل کې فعالیږي.

د ټلویزیونونو لپاره د ډیجیټل سیستم د جوړېدو طرح تېر کال د افغانستان د کابینې لخوا ومنل شوه.

افغان چارواکي وایې ددغه سیستم په فعالېدو سره غواړي افغانستان هم د نړۍ د نورو هیوادونو په څېر د پرمختللې ټکنالوژۍ څخه برخمن شي.

فریبا ظاهر پخپل راپور کې وايي، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ددغې چارې جواز د اسیا مشورتي شرکت ته ورکړ.

امیر زي سنګین وویل چې نوی ډیجټلي سیستم به د خپرونو د لوړ کیفیت ترڅنګ د فریکانسونو په اسانتیاوو کې هم مرسته وکړي:

۵۰ میلیون ډالر

''دا څو مشخصې ګټې لري، لومړی دا چې ډیجیټل تلویزیون شبکه کې هم تصویر او هم د غږ لوړ کیفیت لري، بل هغه فریکانس چې یو تلوېزیون پکې فعالیت کوي، ډیجیټل بڼه کې یې پنځلس تلوېزیونونه ځایېدلی شي''.

ښاغلی سنګین وایې دا مهال اټکل دا دی چې دغه شرکت به په پنځو کلونو کې پنځوس میلیونه ډالره پانګه ونه وکړي او وایي په دغه موده کې دولت ته هم له دې اړخه ډېر عواید ترلاسه کېدای شي:

''د دولت لپاره درې شیان په پام کې نیول شوي، دغه شرکت به د کال له ټولو عایداتو دوه سلنه دولت ته ورکوي، که ګټه وکړي او یا یې ونه کړي، هرڅومره چې له موږ فریکانسونه اخلي، متناسب به د فریکانس فیس ورکوي''.

ښاغلی سنګین وایی د پلان له مخې باید د اسیا مشورتي شرکت له نن څخه تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې دغه سیستم په کابل کې فعال کړي، په دریو کلونو کې به یې د ولایتونو مرکزونو ته رسوي او وروسته به د افغانستان ټولې سیمې تر پوښښ لاندې راولي.

Image caption د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ددغې چارې جواز د اسیا مشورتي شرکت ته ورکړ.

د دې سیستم په فعالېدو سره اړ نه یاست چې له خپل انالوګ تلویزیونونو کار وانه خلئ بلکې د سټ اپ باکس په نوم یوې دستګاه په اخیستلو سره تاسو کولی شئ دغه سیستم په خپلو ټلویزیونونو کې فعال کړئ.

اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا څلور اتیا تلویزیوني چاینلونه فعالیت کوي چې د چارواکو په خبره د دیجتلي سیستم په رامنځته کیدو سره به خلک د افغانستان په ګوټ ګوټ کې نه یوازې د افغانستان چینلونو بلکې د نورې نړۍ چاینلونو ته هم لاسرسی ولري.

د نړیوال ټېلي کمونیکیشن سازمان د سپارښتنې پر اساس، ټول هېوادونه مکلف دي چې تر ۲۰۱۵ کال پوري خپلې ټلویزیوني شبکې ډیجیتل سیستم ته وا ړوي چې ډیرو هیوادونو دا سیستم پلي کړی او په یو شمیر نورو کې هم دا چاره د عملي کېدو په حال کې ده.

ورته مطالب