د فراه د امنیت رییس له بریده روغ وتلی

فراه
Image caption طالبانو ویلي، چې د ملي امنیت د رییس ځینې ساتونکي یې وژلي.

د فراه سیمه يیز چارواکي وایي د دې ولایت د ملي امنیت مشر له یوې چاودنې روغ رمټ وتلی، خو پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او د ملي امنیت د ریس د ۴ ساتونکو په ګډون ۱۵ تنه ټپيان شوي.

د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي بي بي سي ته ویلي، چاودېدونکي توکي پر یوه موټرسایکل ځای پرځای شوي وو.

طالبانو د بریړه پړه منلې او ادعا کوي چې دا یو ځانمرګی برید و.

طالبان ادعا کوي چې پېښه کې د فراه د ملي امنیت د رییس ځینې ساتونکي وژل شوي، خو ولسي تلفات نه مني.

د روان ۲۰۱۳ اپریل پر درېیمه هم فراه ولایت کې د ځانمرګو برید ګرو په یوه ډله ییز برید کې، چې د محکمې پر ریاست یې کړی و، ۵۰ کسان وژل شوي وو او نژدې ۹۰ کسان ټپیان وو.

د بريد په سيمه کې د څارنوالۍ، ښاروالۍ، ښځو چارو رياست، مخابراتو او جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امريت ودانۍ هم موقعيت لري او د ولايت د مقام ودانۍ يې هم په څو سوه مترۍ کې ده.

د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې وه.

ورته مطالب