فاریاب کې پر "موټر سايکل بندیز امنیت ښه کړ"

Image caption فاریاب ولايت څه موده مخکې د نا امنۍ د ګڼو پېښو شاهد و.

د افغانستان په شمال کې د فارياب ولايت سیمه یيز چارواکي وايي له کومه مهاله يې چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې پر موټر سايکل چلونه بنديز لګولى، د نا امنيو په پېښو کې نوي سلنه کموالى راغلى دى.

تېره مياشت په دغه ولايت کې د نا امنيو تر ډېرېدو وروسته سيمه یيزو خلکو له چارواکو وغوښتل چې پر موټر سايکل چلونه بنديز ولګوي.

د فارياب والي محمد الله بتاش بي بي سي ته ويلي هغه مهال چې پر موټر سايکل چلونه بنديز نه و لګېدلی هره ورځ به د نا امنۍ تر لسو پېښې کېدې.

په دې وروستيو کې افغان چارواکو د وسله والو مخالفانو پر وړاندې سربېره پر پوځي کړنو، يو شمېر نور ګامونه هم اخیستي چې په وينا يې اغېزناک او ګټور پريوتي دي.

په يو شمېر ولايتونو او ولسواليو کې پر موټر سايکل چلونه بنديز لګول هم له دغه راز ګامونو څخه دي.

شمالي ولايت فارياب يو له هغو ولايتونو دى چې په مرکز او ولسواليو کې يې پر موټر سايکل ګرځونه بنديز لګول شوى دى.

دغه ولايت څه موده مخکې د نا امنۍ د ګڼو پېښو شاهد وو.

د فارياب والي محمدالله بتاش بي بي سي ته وويل د وروستيو ګامونو په پايله کې په دغه ولايت کې د نا امنۍ د پېښو ګراف ٩٠ سلنه ښکته راغلى دى.

ښاغلي بتاس د افغان امنيتي ځواکونو تر منځ پرتليزه ډېره شوې همغږي، او د بې نمبر پلېټه ګاډو د درولو تر څنګ د تورو شيشو پر ګاډو بنديز هم د امنيت د ښه کېدو په برخه کې اغېزناک بولي.

سربيره پر مرکز ميمنه، د فارياب په اندخوى، شيرين تګاب، دولت اباد او خواجه سبزپوش ولسواليو کې هم پر موټر سايکل ګرځونه بشپړ بنديز لګول شوى دى.

د شيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک هم بي بي سي ته وويل چې له دغه ګامه وروسته په سيمه کې امنيت ښه شوى دى.

خو سيمه یيز چارواکي مني چې د فارياب امنيتي حالت د دغه هېواد له نورو سيمو سره څه ډېر توپير نه لري، او لاهم په کې د نا امنۍ پېښې مخې ته راځي.

نا مسووله وسله والې ډلې او د حکومت وسله وال مخالفان د ياد شوي ولايت د امنيت پر وړاندې پرتې سترې ننګونې بلل کېږي.

تر دې مخکې د افغانستان په يو شمېر نورو سويلي او مرکزي سيمو کې پر موټر سايکل چلونه بنديز لګول شوى و، چې په ځينو ځايونو کې يې د سيمه یيزو وګړو غبرګونونه هم پارولي وو.

ورته مطالب