کرزی: په افغانستان کې منځمهالی حکومت نه منو

کرزی
Image caption ښاغلی کرزی وايي که هر څوک افغانستان کې د منځمهالي حکومت د جوړیدو تکل وکړي، غاښ ماتونکی ځواب به ورکړي

افغان ولسمشر حامد کرزي هغو راپورونو ته په تنده ژبه غبرګون وښود، چې ویلي وو امریکا او ځینې ګاونډي هېوادونه په قطر کې د افغانستان لپاره د موقت حکومت پر طرح کار کوي.

ښاغلي کرزي په یوه خبري کنفرانس کې د بي بي سي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، که امریکا یا نورې ډلې په افغانستان کې د منځمهالي حکومت د جوړیدو تکل وکړي، غاښ ماتونکی ځواب به ورکړي.

حفيظ الله معروف په خپل راپور کې کاږي، چې ولسمشر کرزي وويل د منځمهالي حکومت جوړول به د بهرنيانو ستره تېروتنه وي.

حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د اجرایوي شورا غړي قطب الدین هلال بي بي سي ته وویل، داسې رپوټونه یې تر لاسه کړي، چې په قطر کې دامریکا او طالبانو ترمنځ د لنډ مهالي حکومت پر طرحه خبرې روانې دي.

خو ولسمشر کرزي د بي بي سي د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې دی له دغې طرحې څومره خبر دی، داسې وویل:

"اول خو به دا خبرې سمې نه وي، که بیا هم د امریکا او طالبانو، یا هم د امریکا او حزب اسلامی او یا هم د امریکا او بهرنیانو ترمنځ دغه ډول خبرې شوې وي، هغه به ناکامې وي او ناکامې به یې کړو. بهرنیان دې دغسې کارونه کوي، غاښونه به یې وروکاږو. نه یې پریږدو".

امنيتي تړون

ولسمشر کرزي دارنګه وویل، چې له امریکا سره یې دامنیتي تړون سند ترتیب کړی، خو وایي لا هم د افغان لوري ځینې غوښتنې پاتې دي، چې په پوره کېدو سره به یې دغه سند لویې جرګې ته وړاندې کړي.

ښاغلي کرزي د راتلونکو ټاکنو په اړه ژمنه کړې چې د رڼو او بې پرې ټاکنو لپاره به هڅه کوي.

ولسمشر کرزي له امریکا سره دامنیتي تړون په اړه وویل، چې دغه سند یې ترتیب کړی، خو وايي هغه مهال به یې لاسلیک کړي، چې د دوی د غوښتنو ضمانت وشي او لویه جرګه یې ومني.

" سند ترتیب شوی. په سند کې موږ اوس هم کار لرو. د افغانستان حکومت په دغه سند کې ځینې ملاحظات لري. کله، چې دغه سند د افغانستان له ګټو سره سم، چې هغه په افغانستان کې امن دی او د افغانستان د امنیتي ځواکونه ښه روزنه ده، نو کله چې دې اهدافو ته په تضمین سره ورسیدو. د افغانستان لویه جرګه به راټولیږي، او پریکړه به یې حکومت عملي کوي".

پاکستان ته سفر

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې پاکستان ته د خپل سفر په اړه، چې ژر ترسره کیدونکی دی وویل، د سفر لومړنۍ اجڼدا به یې له پاکستاني لوري سره د افغان سولې پرسر خبرې وي.

هغه تمه وښوده، چې دغه سفر به یې اسلام اباد ته له نورو سفرونو ښې پایلې ولري.

"هیله من یم، چې دغه سفر د نورو ۱۹ سفرونو په شان نه وي. ځکه د افغانستان پخوانيو حکومتونو هیڅکله هم دومره هڅه چې موږ د ښو اړیکو لپاره کړې، نه ده کړې. خو تمه لرو، چې دغه سفر مو په افغانستان او پاکستان کې د امنیت، ثبات او ترهګرۍ پرضد رښتینې او اساسي مبارزه کې ښې پایلې ولري. په همدې هېله پاکستان ته سفر کوم."

د ولسمشرۍ ټاکنې

د نورو خبرو ترڅنګ د ولسمشرکرزي د خبرو یوه برخه راتلونکو ټاکنو ته ځانګړې شوې وه.

هغه په ټینګار سره وویل، چې هیڅ بهرني او کورني بنسټ ته به په ټاکنو کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي.

په تیروو دوواوونیو کې داسې رپوټونه خپاره شوې وو، چې ګنې حامد کرزی په راتلونکو ټاکنو کې د عبدالرب رسول سیاف ملاتړ کوي.

ولسمشر کرزي وویل، چې دی په ټاکنو کې د چا ننګه نه کوي، خو ښاغلي سیاف یې په تیرو لسو کلونو کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنی ښه ملګری وباله.

هغه د ښاغلي سیاف ترڅنګ دعبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی یادونه هم وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو د کاندیديدو هیله لري.

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نژدې اته میاشتې پاتې دي، چې ناامنۍ یې پر وړاندې لویه ننګونه بلل کیږي.