کرزی وايي طالبان دې په رایه ورکولو ځان ثابت کړي

Image caption راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې د افغان ولسمشر حامد کرزي د سر سر خبره وه.

افغان ولسمشر حامد کرزي له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو د کارتونو په اخیستلو سره په را روانو ولسمشريزو ټاکنو کې ونډه واخلي او په وينا يې د پردي ټوپک پر ځاى، د يوۀ کارت په مټ د خپلې خوښې نوماند واکمن کړي.

افغان ولسمشر له بهرنيو هېوادونو هم وغوښتل چې په ټاکنو کې ځانونه ښکېل نه کړي او له دغه هېواد سره خپلې اوږد مهاله ګټې په پام کې ونيسي.

راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې د افغان ولسمشر حامد کرزي د سر سر خبره وه.

نوموړي پر وسله والو طالبانو او نورو مخالفانو غږ وکړ چې د جګړې لاره پرېږدي او د ټاکنو له لارې د خپلې خوښې نوماند واکمنۍ ته ورسوي.

ښاغلي کرزي وويل که د وسله والو مخالفانو په انګېرنه افغان وګړي د دوى پلويان دي نو دا ادعا دې په ټاکنو سره ريښتونې ثابته کړي.

ښاغلي کرزي افغانانو ته دا ډاډ ګېرنه ورکول وغوښتل چې دى، بلکې د افغان حکومت هېڅ بنسټ به په ټاکنو کې د کوم ځانګړي نوماند ملاتړ و نه کړي، او نه به يې پر وړاندې د ګام اخیستو هڅه وکړي.

هغه پر بهرنيو هېوادونو هم غږ وکړ چې د افغانستان په ولسمشريزو ټاکنو کې د کوم نوماند په پلوۍ يا خلاف هېڅ راز لاسوهنه و نه کړي.

ښاغلي کرزي دا څه د بې پرې او رڼو ټاکنو لپاره اړين وبلل.

ښاغلي کرزي وويل د ټاکنيزو شکايتونو د کمیسیون د غړو د غوره کولو بهير هم پيل شوى دى او په وينا يې په اوونۍ دوو کې به له بېلو حکومتي بنسټونو جوړه شوې د غوراوي جرګه ګۍ د ١٥ کسانو نوملړ ور واستوي چې نوموړى به ترې ٥ کسان د ياد شوي کمیسیون د غړو په توګه چاڼ کړي.

ښاغلي کرزي دا هيله هم وښووله چې د ولسمشريزو ټاکنو د ښو تر سره کولو په موخه د نوماندانو شمېر لږ را وخېژي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د وينا پر بنسټ، د ولسمشرۍ ټاکنې به د را روان ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې پر ١٦ نېټه تر سره کېږي، يانې څه باندې ٧ مياشتې وروسته.

ورته مطالب