'افغانان کډوال دې ۱۵ ورځو کې له ایرانه ووځي"

Image caption ايران وايي يوازې هغه کډوال په ايران کې د اوسېدو حق لري چې قانوني اسناد ولري

ایراني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د ایران حکومت په دغه هېواد کې مېشتو غیر قانوني افغان کډوالو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي.

بل خوا افغان چارواکي وايي، افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو کې اوس د جایدادونو څښتنان دي او هلته ټولنیزې اړیکي لري.

دوی وايي افغان کډوال بايد د داسې یو سنجول شوي پروګرام له مخې په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي، چې د تل لپاره یې هېواد ته ستنېدل د دوی لپاره د کومې ستونزې سبب نه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي، په ټول کې طرح داسې ده، چې باید د کډوالو له ستنېدو سره په هېواد کې دننه مېشتو افغانانو ته هم کومه ستونزه جوړه نه شي.

د ښاغلي موسی زی په وینا، له هېواده بهر مېشت کډوال له تېرو نژدې ۳۰ کلونو راهیسې هلته اوسي او د دومره اوږدې مودې په ترڅ کې یې هلته جایدادونه جوړ کړي، خپلوۍ لري، سوداګري کوي، بچي یې هلته درسونه وايي او داسې ممکنه نه ده، چې د څو ورځو او اوږنیو په موده کې دغه کډوال هر څه پرېږدي او هېواد ته ستانه شي.

د هغه په خبره له همدې امله باید د کډوالو د ستنېدو لړې، د حل لارې د ستراتیژۍ په چوکاټ کې تر سره شي، چې د دوی په وینا له ایران، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمشنرۍ سره پرې هوکړه شوې.

۵۰ افغان کډوال

د نوموړي په خبره افغانان د شوق له مخې نه دي کډوال شوي: "د افغانستان خلک د شوق له مخې نه دي کډوال شوي، بلکې دې ته اړ شول او تر یوه حده دا د هغو هېوادونو د لاسوهونو له کبله هم و، چې کډوال په کې مېشت دي".

داسې راپورونه هم شته، چې په چاغي سیمه کې ۵۰ کسه افغانان پاکستاني چارواکو دغه هېواد ته په غیر قانوني توګه د ورتګ په تور نیولي دي.

افغان چارواکي وايي له ایراني چارواکو سره په اړیکه کې دي، چې هلته د مېشتو افغان کډوالو ویزې تمدید شي.

بل لور ته ایراني چارواکي وايي، هغه افغانان باید د دوی له خاورې ووځي، چې قانوني اسناد نه لري.

خو افغان چارواکي یوازې د هغو کډوالو په یادوونه بسنه کوي، چې تر ټاکلې مودې تېرې ویزې یې باید تمدید شي او په دې اړه ډېر څه نه وايي، چې څنګه هلته مېشت غیر قانوني کډوال قانوني اسناد تر لاسه کولای شي.

ورته مطالب