دهراود کې له تېرې شپې راهيسې جګړه روانه ده

Image caption ښاغلی همت وايي په دغه جګړه کې د اووښتې مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه لري

د اروزګان چارواکي وایي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت د دهراود ولسوالۍ د دهزک سیمه کې پر امنیتې پوستو بریدونه پیل کړي دي.

د والي ویاند عبدالله همت وایي چې وسله والو تیره شپه دغه بریدونه پیل کړي او لاهم په سیمه کې جګړه روانه ده.

ښاغلی همت ادعا کوي اوسمهال وسلوال بريدګر په دوو کورونو کې ننوتې او امنيتي ځواکونو کلابند کړي دي.

خو په خپلواک ډول د دغې ادعا پخلی نه دی شوی.

سيمه ييز خبريال مامون درانی وایي، چارواکو ورته ویلي چې سیمې ته اضافي ځواکونه رسیدلي او د ولسوالۍ په ځینو برخو کې یی چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

ښاغلی همت وايي په دغه جګړه کې د اووښتې مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه لري.

د اروزګان چارواکي وایي چې وسلوال د هلمند له څنګلوري ولایت څخه دغه ولایت ته ورغلي دي.

د دهراود ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو د تليفون پر مټ مامون دراني ته ويلي، چې وسلوالو د تیرې شپې راهیسې جګړه پیل کړې ده.

اوسیدونکي وایي چې دواړه خواوې د ولسي خلګو ژوند ته پام نه کوي.

خو د ارزوګان چارواکي وایي چې د جګړې اوږدیدل د ولسې خلکو د خوندیتوب په موخه شوي دي.

وسلوالو طالبانو په دهراود ولسوالۍ که د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

خو د دغې ډلې ویاند قاری یوسف احمدی وایي چې په دغه ولسوالۍ کې یې یو شمیر افغان امنیتې ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته مطالب