اسلام اباد ته د شلم سفر توپير

Image caption نواز شريف د تېر حکومت په پرتله د رايو په راټولو کې په خپل زور او غرور وياړي، او ښايي ځينې تصاميم يې د پوځي او استخباراتي پرځای ديپلوماتيک وي.

د ټوپکو د استعمال باوجود روغه ديپلوماسي په سيالۍ کې توازن ټاکي؛ په همدې بنياد اسلام اباد کې د کرزي شلمې ناستې ته زه د توپير له کړکۍ ګورم.

پاکستان ته له سفره د کرزي موقتي بايکاټ د کرزي سفر ته محتوا ورکړې ده او د نواز شريف عملي ژمنې د يادې محتوا اساس جوړولای شي.

په خواله رسنيو او عامو بحثونو کې د تکراري او بې تاثيره سفرونو په اړه د خلکو مايوسي ما هم مايوسه کوي، خو داشېبه هم حالات بدل دي او هم اړتياوې متفاوتې دي.

د افغانستان څو غوښتنې د پاکستان د څو فرمايشونو په مقابل کې قوت لري؛ افغان ولسمشر ملا برادر غواړي، د سولې په اړه نيت همدا دی، چې د ملا برادر د خوشي کولو شرط له سرتاج عزيز سره په کابل کې مطرح شو.

ملا برادر چې د طالبانو د پخلاينې ضامن دی، په پاکستاني زندان کې اوږده بند نور هم سولې ته له اهميته ډک کړی.

دې کې شک مه لرﺉ چې له هند سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون امضا دې پاکستان ته سرطاني تکليف نه وي رسولی او دې کې هم شک مه لرﺉ چې پاکستان په يوه با اهميته سيالۍ کې له هنده ځان کم ګڼي خو د بدې ورځې باوجود د افغانستان خپله خوښه ده، چې له پاکستان سره ستراتيژيکه ملګرتيا ومني که يې نه مني.

د هغو پاکستاني څېړونکو په نظر چې د پېريانو په يارۍ کم او په ډيموکراتيک دستور ډېر باور لري، پاکستان په اورپکۍ له پانګونې سره د اقتصادي پانګونې مشروع ميدان هند ته پرېښی دی، دا ښايي پاکستان د نفوذ پرځای له احتمالي مارکېټه تجريد کړي.

ځينې مشخصې برخې دي، چې پاکستان يې د پانګونې لېوال دی، که افغان حکومت وغواړي په يادو برخو کې د هند او پاکستان د پانګونې توازن راوستلی شي. د نواز شريف په ډله کې لېوالتيا ښکاري چې په افغانستان کې ددغه هېواد جرمي پانګونه دې په مشروع پانګونه بدله شي.

د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې طالبان اوس د هغې زړې انګېزې لرونکی چپټر نه دی؛ پاکستان درې ډوله طالبان تشخيص کړي دي:

الف : چې د پاکستان په کنټرول کې دي

ب : چې په افغانستان او پاکستان کې په جهاد يو ډول باور لري

ج : چې مطلق پاکستاني تاسيسات په نښه کوي.

تر لومړۍ ډلې پرته د دوو نورو په مهارولو کې د افغانستان رول فوق العاده اهميت لري، خو که پاکستان د لومړۍ ډلې طالبانو په کنټرولولو کې ګام وانه خلي په دوو نورو کې د افغانستان ملاتړ نه شي خپلولای.

د دويمې ډلې طالبانو تمويلي سرچينې تر افغانستان پاکستان ته لويه اندېښنه ده او ښايي چې جهاد يې تر کابل په اسلام اباد کې اسانه وي.

يوه ساده پوښتنه موږ او تاسو ټول قانع کولای شي: که داسې اورپکي راپيدا شي، چې پاکستان يې نه تمويلوي، ايا پاکستان له زړه ونه ډار شي؟

که په دولتي ادبياتو يې وايو ملا نذير په افغانستان کې نشته خو د استخباراتي ادبياتو په بيان ملا نذير د افغانستان په غرونو کې دی او د ملا برادر معادل دی. ښايي پاکستان نور نو حاضر شي چې د ملا برادر قيمت پرې کړي.

د جنګي فورمول په اساس کله چې افراطي جريانونه په معمولي بهير کې نه تغذيه کېږي په څښتن هم مخ وراړوي او د پاکستان اوسنی حکومت له همدې ناحيې په شديده وېره کې دی.

زه ګڼم چې وخت او شرايط له افغانستان سره مرسته کوي، يادو څو ټکو افغانستان د داسې شنو کارتونو څښتن کړی، چې د پاکستان لاسونه ورپېچلی شي، خو تردې تېر د پاکستان د اوسني حکومت سياسي موقعيت درک کول پکار دي.

نواز شريف د تېر حکومت په پرتله د رايو په راټولو کې په خپل زور او غرور وياړي، او ښايي ځينې تصاميم يې د پوځي او استخباراتي پرځای ديپلوماتيک وي، ځکه چې نواز شريف او ګوند يې پاکستان د طالبانو په ولکه کې ويني، هغه طالبان چې طبعي مسلماني يې تر افغان طالبانو ډېره افراطي شوې ده.

ورته مطالب