پاک-افغان اړیکي، ناڅرګند ماضي او نامالوم راتلونکی

Image caption اوس پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزه کې د 'پاڼ او پړانګ' ترمنځ بند پاتې دی.

د القاعدې شبکې او وسله والو طالبانو پروړاندې د امریکا په مشرۍ د لوېديځ ایتلاف له لوري تر ۱۲ کلنې جګړې (۲۰۰۱ ـ ۲۰۱۳) وروسته دا دي افغان ځواکونو ته د امنیتي لېږد بهیر بشپړېږي او د ۲۰۱۴ کال ترپایه له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په دې هېواد کې یو بل سیاسي بدلون راتلونکی دی.

واشنګټن هم افغانستان کې سیاسي بدلون ته پښه نیولی ښکاري، همداشان له ګاونډي افغانستان سره د پاکستان د اړیکو او متقابل عمل په باب هم اندېښمن دی، خو پوښتنه دا ده چې ایا امریکا به افغانستان کې د عراق تجربه تکرار کړي، داسې چې د تهران او نوي ډیلي په اشاروي مشوره به د لېږد بهیر د افغانانو پر اوږو پرېږدي.

تهران او هند دواړه د پانګونې له اړخه افغانستان د خپلو سیالیو ډګر ګڼي؛ ځکه چې افغانستان کې د هندي پانګونې کچه تر دوو میلیاردو ډالرو پورې رسېږي، چې په نړیواله کچه دغه هېواد افغانستان کې پنځم ستر پانګوونکی هېواد ګڼل کېږي.

خو د ایراني ولسمشر په بدلېدو او د کابینې په ټاکل کېدو سره د ځینو څارونکو په اند شاید د افغانستان په اړه د تهران دوه مخی سیاست بدل شي، خو بیا به یې هم د افغان مشرتابه او سیاستوالو د بدلون په درشل کې خپل نفوذ لرل لومړیتوب ولري.

افغانستان د ګاونډيتوب له اړخه پاکستان ته تر هر بل څنګلوري هېواد ډېر اهمیت لري، ځکه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږده او تاریخي مذهبي، ژبنيز، کلتوري او جغرافیوي مشترک اړیکي وجود لري، چې په تېر، اوس او راتلونکي کې د دغو اړیکو اهمیت یو شان دی.

افغانستان د پاکستان لپاره د دغه هېواد په ګرد تاریخ کې د تېرې پېړۍ په نوي یمه لسیزه کې ډېر "ژور ستراتیژیک" اهمیت درلود، هغه مهال چې د پاکستاني پوځ د افغان مجاهدینو په بریا کې خپله سوبه لټوله او ډېر څه یې ترې "بود" هم کړل؛ همدا وو چې د وخت د شوروي اتحاد پروړاندې یې اوو افغان ګوندونو او د هغوی پوځي مرکزونو ته پخپله خاوره کې ځایونه ورکړي وو.

Image caption ځینې سوداګریزې شمېرې ښيي چې د پاکستان د اقتصادي راکړو ورکړو درېیمه برخه په پټه توګه او د حکومت له ولکې بهر ترسره کېږي، چې د همدې ترانزیت له لارې مخته بېول کېږي.

همداشان، پاکستان تمه لرله، چې افغانستان کې د مجاهدینو په مشرۍ رامنځ ته کېدونکی هېواد شاید له پاکستان سره د هند دښمنۍ کې اسلام اباد ته اوږه ورکړي، او پاکستان دا خوب هم لیده، چې د منځنۍ اسیا نویو غوړېدلو اقتصادي بازارونو ته د افغانستان له لارې ځان ورسوي.

خو په دې ټولو خیال پلوو خوبونو کې لویې ستونزې رامنځ ته شوې، هغو افغان مجاهد مشرانو هم پاکستان ته شا کړه، چې څو کاله یې هلته له مزو ډک ژوندونه لرل؛ ځکه ورو- ورو د افغانانو دا نظر په قوي کېدو شو، چې پاکستان هېڅکله د افغانستان ارامي نه غواړي، بلکې د خپل ګاونډي د ناامنه کولو لپاره پر هېڅ راز ممکنه وسیلې کارولو سرپه نه کوي.

پاکستان وروسته تر هغه ډېر نهیلی شو، چې د -لږکیو- شمالي ټلوالې د پاکستان پرخلاف هند او ایران ته ځانونه نژدې کړل؛ ځکه چې شمالي ټلوالې طالبانو ته د پاکستان له لوري د پنځول شوي خوځښت په سترګه کتل، همدا وو چې د دواړو لورو شک او بې باوري په ډېرېدا شوه.

"ستره لوبه"

خو اوس له افغانستانه د لوېديځو قوتونو په وتلو سره بېلابېل نظرونه دي، د ځینو اټکل دا دی چې شاید تر ۲۰۱۴ وروسته د نولسمې پېړۍ هغه تجربه تکرار شي، چې ۱۹۸۹-۱۹۷۹ کال له افغانستانه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته څه پېښ شول.

برتانوي شاعر رودیار کیپلنګ په نولسمه پېړۍ کې دغه پړاو‎ "ستره لوبه" بللی و.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ژورو اړیکو د پوهېدو لپاره د دواړو هېوادونو په تاریخ ځان پوهول ډېر مهم دي او دا چې د دواړو ګاونډیانو ترمنځ تر اوسني وضعیت پورې د ترینګلتیا د رسېدو عوامل څه وو.

Image caption که څه هم افغانستان کې د نوي نظام په راتلو ګڼ افغان کډوال هیله من و، چې خپل هېواد کې به ارامه ژوند وکړي، خو ښکاري، چې زیاتره افغان کډوال هېواد ته ستنېدو ته زړه نه ښه کوي.

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې خپل ځان د اسیا په سوېل او منځ کې د یوه اسلامي هېواد په توګه ثابت کړی، چې ان د مغولو، غزنویانو، غوریانو او ابدالیانو د واکمنیو پرمهال یې د اسلام خپرولو په برخه کې تر هند پورې خپلې واکمنۍ وغځولې، او په ۱۹۴۷ کال د پاکستان په جوړېدو سره، افغانستان په لومړي سر کې پاکستان د یوه خپلواک هېواد په توګه ونه پېژانده؛ ځکه چې دغه هېواد ته یې د ګاونډيتوب له نظره په ښه سترګه نه کتل او لکه څرنګه چې پاکستان له ماوراء النهر هېوادونو سره تر خپلواکۍ مخکې ستونزه لرله، شاید له ګاونډي افغانستان سره هم اوږدې ستونزې راوټوکوي.

سرحدي بعد

د ډیورنډ پر کرښه دواړو غاړو ته د پښتنو قبایلو یوه مهمه او اوږده کړۍ پرته ده، چې دواړو هېوادونو (افغانستان او پاکستان) ته د اهمیت له پلوه یو شان ده، که څه هم پر افغانستان د شوروي د یرغل پرمهال د کرښې دواړو غاړو قبایلو د افغان مجاهدینو لاسنیوی وکړ، خو پاکستان له دې کبله اندېښمن و، چې ګني پر قبایلي سیمو واکمن نه شي.

که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیا یوه مهمه مساله د ډیورنډ کرښه ده، چې د انګریزانو په لوی لاس د دواړو ګاونډیانو د تلپاتې ترینګلتیا په موخه یې تړون وشو، خو پر دغه تړون د عمل موده تر ۱۹۹۳ کال وروسته قانوني بڼه نه لرله، دا هغه وخت و چې افغانستان کې مجاهدینو د کابل واکمنۍ نیولو ته نیمه ینه نه وه.

خو د طالبانو د اسلامي تحریک په راتلو سره څو ځلې پاکستاني چارواکو له طالب مشرانو سره د ډیورنډ کې د منلو او بیا موافقې خبره راپورته کړه، خو طالبانو یې په اړه د چوپې خولې سیاست غوره کړ، ځکه چې دواړه لوري په مټ کې سره پوهېدل.

په تېرو لسو- یوولسو کلونو کې د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د ډیورنډ کرښې پر سر ناندرۍ په دې وروستیو کې راپورته شوې، چې خبره ان د افغان خاورې د ننه د پاکستاني پوستو تر جوړېدو او وسله والې نښتې پورې ورسېده، خو حامد کرزي پخپل غبرګون کې وویل چې هېڅکله به د ډیورنډ کرښه په رسمیت ونه پېژني، چې د غوڅ اکثریت افغانانو هم دا نظر دی.

ترانزیت

افغانستان په وچه کې یو راګیر هېواد دی چې سمندر ته پرانیستې لار نه لري، همدا ده چې له عرب سمندر د خپلو سوداګریزو مالونو د راوړلو لپاره پر پاکستان تکیه کوي، خو ډېر کله پاکستان په سوداګریزو معاملو کې افغانستان تر خوږ ګوته نیولی او ان ځینې وخت خو یې په یوه موزه کې د دواړو پښو د ننویستلو سرتمبه ګۍ ته هم ملا تړلې ده، چې یوه بېلګه یې د افغان ښوونځيو بهر کې چاپ شويو کتابونو بندول وو.

که څه هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ خپلمنځي او ان نړیوالې اقتصادي او سوداګریزې موافقې شته، له سمندره د افغان سوداګرو مالونه رارسېدل له لویو ستونزو سره مخامخېږي، چې ډېر کله د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیا لامل ګرځي.

پاکستان پر افغان حکومت او سوداګرو دا تور لګوي، چې د پاکستان له خاورې مالونه افغانستان ته راوړي، بیا یې بېرته د خیبر پښتونخوا ازادو سیمو د لانورې ګټې لپاره لېږدوي، او د افغانستان پرځای پاکستان کې پلورل کېږي، چې وايي دا د پاکستان اقتصاد ته لوی ګوزار دی، ځکه چې افغاني توکي له ګمرګه معاف دي.

Image caption افغانستان له پاکستان سره اوږده لانجمنه ګډه پوله لري.

ځینې سوداګریزې شمېرې ښيي چې د پاکستان د اقتصادي راکړو ورکړو درېیمه برخه په پټه توګه او د حکومت له ولکې بهر ترسره کېږي، چې د همدې ترانزیت له لارې مخته بېول کېږي.

له هند سره سوداګري

افغانستان منځنۍ اسیا ته د هند دروازه بلل کېږي او پاکستان تمه لري د خپل نژدې حکومت له لارې افغانستان او منځنۍ اسیا او یا بالعکس له افغانستان او منځنۍ اسیا څخه بهر ته د توکیو د لېږد څلورلای جوړ شي، خو افغانستان کې نارامیو پاکستان د دې خوب ریښتیا کېدو ته نه دی پرېښی.

پر پاکستان د طالبانو د ملاتړ خبرې ډېرې کېږي، چې د ډېرو په نظر دغه ملاتړ ان د بې نظیر بوټو د حکومت پرمهال په بېلابېلو ډولونو پیل شوی و.

د افغانستان هڅه دا ده چې خپل کرنیز او نور حاصلات د پاکستان له لارې هند ته ورسوي، په تېره بیا د لاهور د "واګا" بندر له لارې، او په مقابل کې هندي توکي وارد کړي، خو پاکستان د هندي توکیو پر ورود اعتراض کوي.

پاکستان د هند او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د ټینګښت له اړخه هم توتلی ښکاري، او وېره یې دا ده چې دغه اقتصادي شراکت به پاکستان له اقتصادي صحنې بهر کړي، ځکه چې هند دا مهال افغانستان کې پنځه کونسلګرۍ لري، چې زیاتره یې له پاکستان سره پر ګډه پوله نژدې ښارونو کې پرتې دي.

پاکستان ځینو هغو بلوڅو او پښتنو جلا غوښتونکو ناراضو ته د هندي نفوذ په سترګه ګوري، چې د پاکستان د مرکزي حکومت پرضد یې راخیستې ده، او اسلام اباد له دې وېره لري، چې ګني د هند او افغانستان ستراتیژيک او نور تړونونه پر پاکستان کړۍ راتنګه کړي.

په سیمه ییزه کچه اړیکي

د پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو راتلونکي ته د ابهام او وېرې په سترګه کتل کېږي؛ داسې چې چین افغانستان کې د طالبانو او القاعدې د سرکوب ساتلو لپاره د څه - ناڅه امریکايي حضور لېوالتیا لري، ځکه چې شرقي ترکستان (سینکیانګ ولایت) کې اسلامي خوځښتونه د القاعدې ملاتړي او زیږنده بولي او بیجینګ دا خوځښتونه خپل ملي امنیت ته ستر ګواښ بولي.

پر دې اساس د افغانستان وسله وال طالبان د پاکستان راتلونکی ملاتړی ګڼل کېږي، چې د چین- پاکستان پر اړیکو ناوړه اغېز کولی شي، که داسې وشي، د اسلام اباد په مخ کې وړاندیز شوي غوراوي شاید راکم شي او د سیمې په کچه یې ګاونډيانو کې نفرت لاډېر شي.

چین د افغان ولسمشر حامد کرزي –چې واک یې څو میاشتې وروسته ختمېدونکی دی- او منځلارو طالبانو ترمنځ جوړجاړی غوره بولي چې په دې سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته هم معقوله پلمه پیدا کېږي او د طالبانو راتلونکی رول هم ورسره ډېرېږي، همدا ده چې بیجینګ له حامد کرزي سره په پټه جدي خبرې هم کړې، چې په لړ کې یې د اقتصادي او سیاسي ملاتړ ژمنه هم ورسره تازه کړې ده.

خو د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو عام نظر له دا ډول هوکړو سره یوشان نه دی، چې په دې کار سره د چین د دا ډول سیاسي دریځ په غوره کولو سره د افغانستان پر راتلونکي سیاسي ډګر کې د شمالي ټلوالې د مخکنيو عناصرو او کرزي هغه رول ډېرولی شي، چې پاکستان په کې د هند ملاتړ حیاتي بولي.

د هر چا خپلې ګټې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لانجه د شطرنج لوبې ته ورته ده، چې هر لوری په کې خپله ګټه او د حریف ماتول لټوي، افغانستان ان د دغه هېواد د پخواني ولسمشر محمد ظاهرشاه د واکمنۍ له مهاله نیولې، د شورويانو په ملاتړ نظام او مجاهدینو د واکمنۍ تر دورې او بیا د طالبانو د واکمنېدو ترمهاله او حتی اوسني نظام پورې پر پاکستان په افغاني چارو کې د پراخو لاسوهنو تورونه لګولي او د اسلام اباد سیاسي ناروغۍ یې ور په ګوته کړې دي.

خو نننی وضعیت له پخواني هغه په دې کې توپیر کوي، چې د طالبانو د واکمنۍ په ړنګېدو سره د دغه تحریک ګڼ غړي ووژل شول، بندیان شول او زیاترو یې پاکستان ته پښې سپکې کړې، چې لا تراوسه په دغه هېواد کې مېشت دي، افغانستان ته همدا لوی ثبوت کېدای شي چې د پاکستان پوځ او څارګره اداره د هغو طالب مشرانو ملا تړي، چې افغانستان کې پر حکومتي بنسټونو او منسوبینو او مېشتو بهرنیو ځواکونو بریدونه کوي.

خو کابل او اسلام اباد یو پربل د فشار راوړلو مشترکې نقطې هم لري، چې یو پر بل یې د وخت په تېرېدا شکونه ډېر کړي دي:

د "ترهګرۍ" خلاف مبارزه

د افغانستان حکومت په وار-وار پاکستان د طالبانو او القاعدې پروړاندې ریښتینې مبارزه کې د پاکستان پوځ او استخباراتي بنسټونه پاتې بللي، او پر اسلام اباد تل دا تور لګوي، چې ګني شمالي وزیرستان او قبایلي سیمو کې پاکستانی حکوت لاهم د حقاني شبکې په څېر د خطرناکو سخت دریځو ملاتړ کوي، او وايي چې پرضد یې ریښتیني پوځي عملیات نه کوي.

کابل وايي، اسلام اباد له دې کاره دا هدف لري، چې حقاني شبکه افغانستان کې هندي ګټې او بنسټونه په نښه کړي، همدا ده چې د دغې شبکې د ملاتړ خطر یې منلی، خو پاکستان بیا د تل په څېر دا ډول تورونه رد کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د هغو افغان طالب مشرانو نومونو ته هم اشاره کړې، چې د بلوچستان کوټه کې د (کوټې شورا) کې غړیتوب لري، خو پاکستان پر افغانستان له دې اړخه تور لګوي، چې د ملا فضل الله په څېر پاکستاني سخت دریځو ملاتړ کوي، بلوچستان ایالت کې بلوڅو ناراضو د اسلام اباد د واکمنو خلاف مبارزې ملاتړ کوي، خو هېڅ کومې خوا دا تورونه تر اوسه منلي نه دي.

پر همدې مهال، پاکستان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او له واکه د کرزي په لیرې کېدو سره وړاندوېینه کوي، چې ګني لوېديځ به پر اسلام اباد فشار ډېر کړي، خو پاکستان په تېرو څو کلونو کې هم د لوېديځ د فشار هدف ګرځېدلی و.

امریکایان، د دوی ملاتړي او افغانان پاکستان له دې اړخه ملامت بولي، چې ګني پخپله خاوره کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ریښتینی نه دی، بلکې له سخت دریځو او طالبانو سره پخپله خاوره کې نرم چلند کوي، خو افغانستان کې د لوېديځو ځواکونو او افغان حکومت پرضد طالبان بریدونو ته چمتو کوي، خو پاکستان بیا ادعا لري، چې د ترهګرۍ جرړې افغانستان کې دي نه د پاکستان خاوره کې، او د دوی لوی دلیل دا دی چې لوېديځ قوتونه افغانستان ته د ترهګرۍ ختمولو لپاره راغلي، خو هلته ترهګریز بریدونه او ترهګر لا ډېر شوي.

Image caption د پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو راتلونکي ته د ابهام او وېرې په سترګه کتل کېږي؛ داسې چې چین افغانستان کې د طالبانو او القاعدې د سرکوب ساتلو لپاره د څه - ناڅه امریکا شتون لېوالتیا لري.

خو افغانان بیا برعکس نظر لري او وايي چې پاکستان قبایلي سیمو کې د القاعدې او نورو سخت دریځو پوځي پټن ځایونه له منځه نه وړي، بلکې د ګاونډي افغانستان پرضد له سخت دریځو سره همکاري هم کوي، خو اوس ښکاري، چې پاکستان کې سخت دریځي پخپله د پاکستان د لستوڼي مار ګرځېدلی، چې د ځينو رسمي شمېرو له مخې پاکستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه او بریدونو کې تر څلوېښتو زرو ډېر امنیتي ځواکونه وژل وشي، او دغه هېواد ته د پنځوسو میلیونو په ارزښت اقتصادي زیان رسدلی، خو د پاکستان هغو هڅو ډېر کار ورنه کړي، چې له ګاونډي افغانستان سره یې پر څه باندې ۲۵۰۰ کیلومتره پوله تر ۸۰۰ د څارنې او تلاشۍ ډېرې پوستې جوړې کړې، چې د طالبانو او القاعدې غړو د تګ-راتګ مخه ونیسي، خو افغانستان پر پوله ایله ۸۰ د تلاشۍ ځایونه لري.

له طالبانو سره پخلاینه

افغانستان او امریکا له پاکستانه د افغان طالبانو پر تحریک د فشار راوړلو غوښتونکي دي، چې له افغان حکومت سره د سولې او جوړجاړي خبرو ته کښېني، خو ښکالي چې اوس پاکستان د "وڅاره، تم شه" سیاست غوره کړی، او اوسنی وضعیت د ځان په ګټه نه بولي.

د ناټو اکمالاتي لار

پاکستان افغانستان کې د مېشتو لوېدیځو قوتونو د لوژستیکي ملاتړ تر اتیا سلنې د ډېرو اکمالاتو لار ده، اسلام اباد له همدې اړخه لوېديځ ایتلاف تر خوږ ګوته نیسي، چې ځینې وخت مستقیماً پر افغان حکومت منفي اغېز پرې ایستی شي، او له همدې سیاسته په پټه د افغان طالبانو ملاتړ هم کوي، پاکستان ځينې وخت پخپله خاوره کې د امریکايي څارګرو الوتکو د بریدونو درېدو مقابل کې د ناټو اکمالاتو ته د لارې ورکولو شرط وړاندې کړی، خو امریکا هر ځل د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د سخت دریځو په ځپلو کې اغېزمن ګڼلي.

د افغان کډوالو ستونزه

پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل راهیسې د افغان کډوالو ستونزه د یوې مزمنې ناروغۍ په توګه پاتې ده، که له یوې خوا افغان کډوالو د پاکستان لپاره یو لوی سرخوږی دی، خو بل پلو د همدغو کډوالو په برکت د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارې میلیونونه ډالر ترلاسه کوي، چې په اصطلاح "د کور ګټه، د لاهور ګټه" هم ورته جوړېږي، او د افغانستان نارامیو ته په کتو له پاکستانه ګڼ ستانه شوي افغان کډوال بېرته پاکستان ته لېږدېدلي، ځکه چې زیاتره یې افغانستان کې سرپناوې او کار و روزګار نه لري.

د ناټو تر وتلو وروسته اندېښنې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي تر ډېره له افغان خاورې د لوېدیځو ځواکونو د وتلو پر طبیعت هم ولاړې دي؛ که چېرې ټول ځواکونه ونه وځي او لیرو پرتو سیمو کې شاوخوا لس زره امریکايي پوځيان پاتې شي، د دې مانا دا کېدی شي چې افغانستان کې بیا هم ټیکاو راتلونکی نه دی او طالبان به خپلې جګړې ته دوام ورکړي او د بهرنیانو شتون به د خپلې جګړې لپاره پلمه وګرځوي، چې دا تېر یوولس کاله یې پر همدې بنسټ خپلې جګړې ته دوام ورکړی و؛ له دې کبله پاکستان له افغانستانه د ټولو لوېديځ پوځيانو د وتلو غوښتونکی دی.

د ټولو پوځيانو په وتلو سره د پاکستان اټکل دا دی چې د کرزي حکومت به ړنګ بنګ شي، او پاکستان به افغانستان کې یوځل بیا واک ته د هغو کسانو د رسېدو هڅه وکړي، چې د دوی نفوذ پرې ډېر وي.

همدا ده چې د دواړو ګاونډیانو ترمنځ اړیکي تر ډېره د بهرنیو ځواکونو له بشپړو وتلو او یا نه وتلو سره تړاو لري، که د پاکستان خواست پوره شي او د دوی لاسپوڅي کسان افغانستان کې واک ته ورسېږي، پاکستان به پر هند او نورو هغو هېوادونو د پردې ترشا جګړه کې ځان بریالی وبولي، چې افغانستان کې ډېر یې ډېر نفوذ کړی، خو که داسې ونه شي، ټول لوېديځ پوځيان ونه وځي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې به د شک کچه لا لوړه شي او پاکستان به د افغان طالبانو ملاتړ ته وام ورکړي چې په دې سره افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه او افغان حکومت ارامۍ ته پرې نه ږدي.

پاکستان او سیمه ییز توازن

Image caption یو شمېر کتونکي پاکستان ته د ولسمشر کرزي تازه سفر تشریفاتي بولي.

له شک پرته د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د نارامۍ روانه لوبه کې د واشنګټن ښکېل پاتې کېدل د سیمې پر شخړو هم اغېز کوي، او د خلکو ذهنونو کټ مټ د ۱۹۹۲ کال اپریل کې د کمونیستي نظام ړنګېدل او واک ته د مجاهدینو رسېدل ور یادوي، چې هغه مهال هم واشنګټن له افغانستانه لاس واخیست، کورنۍ جګړه پیل شوه خو بیا هم پاکستان او هند د خیر پر غونډۍ ورته کښېناستل، خو بیا یې هم خپلې ګټې او نفوذ په نظر کې وو، ایران هم د تلې سر ته کتل، خو افغانستان کې یې خپل نفوذ او د لږکیو واک ته رسېدو موضوع اصلي هدف و، چین له پاکستان سره د خپل نفوذ پر سر د زړه خواله کول، خو له ښکاره لاسوهنې یې ځان په شا نیولی و.

په پای کې ویلی شو چې: که چېرې واشنګټن د افغانستان پوځي، سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړي، شاید د لوبې مسیر بل لوري ته بوځي، خو که چېرې امریکا کې بیا اقتصادي کړکېچ راشي او اقتصاد یې مخ پر ځوړ شي، شاید دا کار هم ونه کړای شي.

ورته مطالب