پر افغان مېرمنو جنسي تېري اندېښمنوونکي دي

Image caption د پروسږ کال په اوږدو کې له دغه کمېسیون سره پر نجونو او مېرمنو د جنسي تېري ۱۱۰ پېښې ثبت شوې وې.

افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دغه هېواد په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې پر نجونو او مېرمنو د جنسي تېري د زیاتېدونکو پېښو له کبله اندېښنه څرګنده کړې.

د دغه کمېسیون مسوولین وايي د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې له دوی سره له شلو ډېرې داسې پېښې ثبت شوې، چې په یادو ولایتونو کې پر ۱۸ کلنو د ډېر عمر مېرمنو او نجونو جنسي تېري شوي.

دوی وايي دا په داسې حال کې ده، چې ډېرې کورنۍ پر نجونو او ښځو د جنسي تېري پېښې له یوه مخه پټوي.

د دغه ډول پېښو د عاملینو نه محاکمه کېدل، د قانون له منګولو د دمجرمانو تېښته، جګړې او ناامنۍ، د دغه ډول پېښو پټول او غچ اخیستنه د دغسې پېښو سببونه بلل کېږي. نور جزیات له کابله زموږ د همکار نورمحمد سعید په رپوټ کې.

د هېواد په شمالي او شمال ختځو برخو کې د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې له اتلسو کلونو د زیات عمر پر نجونو او مېرمنو د جنسي تېري له شلو زیاتو ثبت شویو پېښو د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون فعالان اندېښمن کړي دي.

د پروسږ کال په اوږدو کې له دغه کمېسیون سره پر نجونو او مېرمنو د جنسي تېري ۱۱۰ پېښې ثبت شوې وې.

لطیفه سلطاني چې د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې له ښځو سره د زورزیاتي پېښو ارزونې مسووله ده، وايي دا پر ښځو د تېریو ټولې شمېرې نه دي، بلکې دغه ډول ډېرې پېښې خپله د قربانیانو او کورنیو له لوري یې پټيږي:

''هغه شمېرې، چې له کمېسیون سره ثبت کېږي، د هغو کسانو ديو چې جراات یې موندلی او لاسرسي یې موندلي، خو موږ پوهېږو، افغانستان کې داسې ډېرې پېښې شته، چې د وېرې، د قانون نه حاکمیت او جنګسالارو او قومندان سالارو کسانو سره د وسلو د شتون له ویرې نه شي کولای دغسې پېښې افشا کړي. او دغسې د ناوړه پښو له کبله یو شمېر کورنۍ نه شي کولای د جنسي تېري پېښې رسوا کړي''.

مېرمن سلطاني د مجرمانو نه محاکمه کېدل، د قانون له منګولو څخه د هغوی تېښته، جګړې، نا امنۍ، د وسلو شتون، د بانفوذو کسانو له لوري د مجرمانو ملاتړ کېدل، دښمنۍ، غچ اخیستنه، محرومیت، عقدې، د دغه ډول تجاوزونو سببونه بولي.

خو دا هغه ټولې شمېرې نه دي، چې د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون سره ثبت دي. د

دغه کمېسیون مسوولین وايي، اوسمهال پر ماشومانو او له اتلس کلنۍ کم عمره ځوانانو د جنسي تېریو پېښو په باب د شمېرو په راټولولو بوخت دي، چې د دوی په وینا ژر به له رسنیو سره شریک شي.

ورته مطالب