تر ۱۰۰ د ډېرو ناقانونه مېنو جوړېدل درول شوي

Image caption په افغانستان کې د کور جوړولو برخه یو له هغو ده چې په تېرې یوې لسیزې کې ډېره پانګونه پکې شوې ده.

د افغانستان د ښار جوړولو وزرات چارواکي وايي تر سلو د ډېر ناقانونه مېنو د جوړېدو مخه یې نیولې ده.

د ښار جوړولو وزیر بي بي سي ته وویل دغه مینې چې د خپلسرو کسانو له خوا جوړېدې، هغه یې چې په معیارونو برابرې نه وې کار یې درول شوی، خو هغه چې په معیارونو برابرې وې او د جوړولو قانوني اجازه لیک یې نه درلود مرسته ورسره کوي چې د خپلو اداري چارو پړاونه بشپړ کړي.

د ښاغلي حسن عبدالهي په وینا په افغانستان کې کورونو ته د خلکو زیاتې اړتیا او د حکومت له خوا دغې غوښتنې ته نه پام د ناقانونه مېنو د جوړېدو لامل شوي دي.

د ښارجوړولو د وزیر په وینا په هېواد کې زیاتره مینې د خصوصي شرکتونو له خوا جوړیږي، خو حکومت هم د بیو د کنترول لپاره د یو شمېر مېنو د جوړولو چارې پیل کړې دي. هغه ټینګار وکړ چې خصوصي شرکتو د مېنو د جوړېدو لپاره د ښاري خدمتونو او زېربناو جوړښت ته باید پام وکړي.

د ښارجوړولو وزرات چارواکي وايي تر دې دمه یې د ۶۲ ښارونو ماسټر پلان طرح او تیار کړی دی.

ښاغلی حسن عبدالهي وايي دغه پلانونه اوږد مهاله دي چې ځینې یې ښايي په شلو کلونو کې پلي شي. یو شمېر دغه پلانونه عملا پیل شوي دي.

په افغانستان کې د کور جوړولو برخه یو له هغو ده چې په تېرې یوې لسیزې کې ډېره پانګونه پکې شوې ده.

ورته مطالب