کونړ کې د قیمتي ډبرو ناقانونه کیندنه

Image caption د لسيزو پرله پسې کيندنو، کېدونکي دومره هوښيار کړي چې پرته له وسايلو په غره کې د ننه د ارزښتناکو کاڼو کوټنۍ موندلى شي.

کلونه کېږي چې په کونړ او نورستان کې د ارزښتناکو ډبرو د رايستلو ناقانونه کيندل روان دي.

او له دغې لارې کان کيندونکو او پکې يه کار بوختو ته ګڼې پيسې په لاس ورځي.

سره له دې چې په غرونو کې به يوشمېر خلک د لاسو په خوارۍ يوه څه ګټه هم ترلاسه کوي، خو درنه ګټه يې هغو ته رسي چې ډېرې تودې سړې نه ګالي.

عبدالله څو کلونه په کانونو کې کار کړى، نوموړى ددغې پېچلې کيندنې نکل کوي او دا هم وايي د باروتو په زور د رايستل شو کاڼو ډېره برخه زيانمنيږي.

نوموړى ددغه روزګار د ګډونوالو په اړه وايي، د هغو ونډه ډېره وي چې دډېرو برخو لګښت پرې کوي.

دغه کانونه په هغو غرنيو سيمو او درو کې دي چې حکومت يې تر خپل ګورت لاندې راوستو ته ژر نه دى هيله من، خو ځينې وايي که د نورو هېوادونو په څېر د دې ځاى سوداګرو ته اسانتياوې برابرې شي حکومت او خلکو ته به يې ډېره ګټه په لاس ورشي.

د افغانستان د سوداګرۍ د خونې يو غړى ډاکټر جمال الدين اسحق وايي حکومت هسې هم د نا قانونه کيندنو مخه نه شي نيولى، نو بيا دى رايستونکو په ښکاره د وړلو اجازه ورکړي.

اټکل کيږي چې يوازې په کونړ کې د يو کال په موده کې له پنځه ميليونو نه د ډېرو ډالرو په ارزښت کاڼې د ځمکې له خېټې رايستل کيږي او ټول يې په پټه وړل کيږي.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله وايي هڅه کوي چې د کاڼو رايستل قانوي کړي؛ ځکه چې مخنيوي يې په اوس وخت کې اسانه نه دى.

د لسيزو پرله پسې کيندنو، کېدونکي دومره هوښيار کړي چې پرته له وسايلو په غره کې د ننه د ارزښتناکو کاڼو کوټنۍ موندلى شي.

دغه ګران بيه ډبرې د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې، هغه چې د کونړ تر ټولو نا ارامه سيمه ده ډېرې دي، همداراز د نورستان په برګمټال، بدخشان او پنجشير ولايتونو کې د کاڼوپه رايستلو ګڼ خلک بوخت دي.

د ځينو سيمو د نا ارامۍ يو دليل ښايي دا وي چې قاچاق وړونکي په خلاص مټ د باروتو په زور کلک غرونه سوري کړي او پر ته له حکومتي ماليې يې په پټه يوسي.

ورته مطالب