امنیتي ننګونو د ای ار سي فعالیتونه ځنډولي

Image caption دغه کمیټه وايي تر اوسه د خپلو کارکوونکو د وژنې په لامل نه پوهیږي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې یا(IRC) د افغانستان په لویدیځ کې د خپلو پنځو تنو کارکوونکو تر وژل کېدو وروسته، په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب وايي، ای ار سي یا د ژغورنې نړیوالې کمیټې له ۱۹۸۸ کال راهیسې په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره مرستندویه چارې پیل کړې وې، چې اوس د پنځو تنو کارکوونکو په وژل کېدو سره یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

ای ار سي په هغې اعلامیې کې چې پر خپلې ویبپاڼې یې خپره کړې ویلي د وژل شویو کارکوونکو عمرونه یې د ۲۴ او ۲۷ کلونو تر منځ وو.

دوی هغه مهال چې د اختر تر رخصتیو وروسته د خپل سیمه ییز دفتر په لور روان وو د وسله والو کسان له خوا نیول شوي او په بل لوري تګ ته مجبوره کړای شوي دي.

دغې کمیټې ویلي تښتونکو د دوشنبې په ورځ د دغو کسانو مړي یوه سیمه ییز روغتون ته لېږدولي. او وايي چې په دې اړه نور زیات معلومات نه لري او د وژنې د انګېزې د لامل په اړه نه پوهیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر یا یوناما د ملي پیوستون د شپږو تنو کارکوونکو وژنه په کلکه غندلې او وايي پر ملکي وګړو بریدونه جنګي جنایاتونه ګڼل کیږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ددغو کسانو وژنه وحشیانه عمل بللی او وايي طالبان او د بهرني مشران یې غواړي چې افغانستان د تل لپاره وروسته پاتې او اړ هېواد وي.

په ۲۰۰۸ کال کې هم د ژغورنې د نړیوالې کمیټې څلور تنه کارکوونکي د لوګر په ولایت کې د یوه کمین په ترڅ کې وژل شوي وو.

ورته مطالب