سیاسي بهیر او ټاکنو کې د ښځو د ونډې ډېرېدو هڅې

Image caption د ښځو لپاره د دغه ځانګړي پرګرام مالي ملاتړ برتانیا او د اسیا خیریه بنسټ کوي او چارې یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مخ ته وړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون د دغه هېواد په راتلونکو ټاکنو او په سیاسي بهیرونو کې د ښځو ونډې زیاتوالي لپاره ځانګړی روزنیز پروګرام پیل کړی.

د دغه پروګرام له مخې به له هغو ښځو سره مرستې کېږي، چې د افغانستان راتلونکې ولسمشریزۍ، ولایتي شوراګانو او ولسي جرګې ټاکنو لپاره ځانونه کاندیدوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، دغه مرسته به هغو مېرمنو ته ورکول کېږي، چې په ولایتي شوراګانو کې د کاندیدېدو تکل لري او مالي ستونزې لري.

د ټاکنو د کمیسیون چارواکي وايي، په دې پروګرام کې به د ښځو لپاره د ټاکنو په اړه عامه پوهاوی هم شامل وي.

د دغه کمیسیون د دارالانشاء مشر ضیاءالحق امرخیل وویل:

"د ټاکنو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره داسې یو نوښت او فعالیت پیل شوی، چې مستقیماً راتلونکو ټاکنو کې د ښځو ونډه ډېره کړي او همدارنګه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره د کاندیدېدونکو خویندو د ملاتړ لپاره مستقیم رول لوبولی شي".

پر دغه پروګرام نژدې اووه میلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي، چې د برتانیا د نړیوالې پراختیايي ادارې، اسیايي خیره بنسټ او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خوا ورکول کېږي.

همداشان، د دغه پروګرام پربنسټ به د ښځو د پوهاوي کچه لوړه شي چې په دې سره ټاکنو کې د خپلې ونډې ډېرولو ته وهڅولې شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو چارواکی هیله مندي ښيي، چې دغه پروګرام به راتلونکو ټاکنو کې د ښځو ونډې ډېرولو ته لار هواره کړي.

د افغانستان د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته نژدې اووه میاشتې پاتې دي، چې لاهم په دغو ټاکنو کې د امنیتي اندېښنو له کبله د ښځو د لږ ګډون وړاندوېینه کېږي.

دا چې دغه پروګرام درې کاله وخت لري، پوښتنه دا ده چې د افغانستان سیاسي ډګر کې به د ښځو ونډه ډېره کړای شي که څنګه، د وخت تېرېدل به دغه پوښتنه ځواب کړای شي.

ورته مطالب