د پاچاهانو له دوستۍ، د لمسیانو تر واده

نوال ظاهر او محمد علي
Image caption ۳۳ کلنې نوال ظاهر د فرانسې یوه پوهنتون کې د "اروپا اقتصاد" څانګه کې زده کړې کړي او تخصص زده کړې یې د لندن ویبسټر پوهنتون د زېرواتو طراحۍ څانګه کې مخته وړې دي.

د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه لمسۍ نوال ظاهر د مصر د وروستي پاچا ملک فاروق له لمسي محمد علي سره واده وکړ.

دا د یوې بهرنۍ سلطنتي کورنۍ له غړي سره د افغانستان د وروستي پاچا د کورنۍ د یوه غړي واده دی.

دوی د تېر اپریل پر ۲۷ ترکیه کې کوژدهوکړه، او د اګست ۳۰ پر شپه یې د مصر او افغانستان د شاهي کورنیو د لسګونو غړو په حضور د استانبول یوه رستورانت کې واده وکړ.

نوال ظاهر د محمد ظاهرشاه د پنځم زوی محمد داود پښتونیار لور ده.

افغان شهزادګۍ او د هغې کورنۍ (انځورونه)

۳۳ کلنې نوال ظاهر د فرانسې یوه پوهنتون کې د "اروپا اقتصاد" څانګه کې زده کړې کړي او تخصص زده کړې یې د لندن ویبسټر پوهنتون د زېرواتو طراحۍ څانګه کې مخته وړې دي.

نوال ظاهر په ۱۹۸۰ م کال د اېټالیا په پلازمېنه روم کې زېږېدلې ده. شهزادګۍ نوال د محمد داود پښتونیار لور ده چې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه او ملکې حمیرا پنځم زوی و.

د شهزادګۍ مېړه محمد علي په ۱۹۷۹م کال کې په قاهره کې زېږېدلي دی.

شهزادګۍ نوال ظاهر او شهزاده محمدعلي په لومړي ځل په استانبول کې د رخصتیو پرمهال سره لیدلي و.

محمد علي د مصر د وروستي پاچا ملک فاروق لسمی چې د فواد زوی کېږي، فرانسه کې ژوند کوي او خپله سوداګري مخته وړي.

‘تاریخي واده’

Image caption محمد ظاهر شاه زوی میرویس ظاهر وايي، اوس یې کورنۍ د تېر په څېر دفتر او دربار نه لري.

نن د تېر خلاف د شاهي کورنیو غړي د نورو سلطینتي کورنیو له غړو سره ډېر ودونه نه کوي.

له دې کبله د مصر د وروستي پاچا له لمسي سره د افغانستان د وروستي پاچا د لمسۍ واده ته د رسنیو پام ډېر اړول شوی دی.

ظاهر شها او ملک فاروق له یو بل سره د ملګرتیا اوږده مخینه لرله، او ان له واکه تر لېرې کېدا وروسته هم د دواړو کورنیو غړو له یو بل سره اړیکو پاللو ته دوام ورکړی و.

د محمد ظاهر شاه وروستی زوی میرویس ظاهر دا یو تاريخي واده بولي او وايي چې اوس یې د واده په اړه د کورنیو دودیز لید او نظر بدل شوی دی: "په تېر کې داسې وه، چې د شاهي کورنۍ غړي باید له خپلو دوستانو سره ودونه وکړي، خو د وخت په تېرېدو سره دا کار بدل شو، او زموږ د مور، پلار، خویندو او د کورنۍ د نورو غړو لپاره دا مهمه نه وه، چې مقابل لوری د کوم ځای او کومې کورنۍ غړی دی. یوازې د دواړو غاړو رضایت او خوښي مطرح وه او ده".

میرویس وايي که چېرې د دوی د کورنۍ کوم غړی له یوه بهرني وګړي سره واده وکړي، دا مهمه ده چې مقابل لوری یې "باید مسلمان" وي:

"که د افغانستان وي، ډېر به ښه وي، خو که د کوم بل هېواد وي، مهمه دا ده چې باید مسلمان وي، دا ډېره مهمه ده".

'له تاج دربار پرته شهزاده ګان'

Image caption د محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ پرمهال د هغه د دفتر مشر او هغه ته نژدې عبدالعزیز احمد وايي، د پخواني پاچا زامن او د کورنۍ زیاتره غړي له سیاسي فعالیتونو سره چندان لېوالتیا نه لري.

محمد ظاهر شاه له ۱۹۷۳ کال تر ۲۰۰۲ پورې د ایټالیا پلازمېنه روم کې اوسېده.

د ظاهر شاه د کورنۍ ډېری کړي اوس هم په روم او نورو بهرنیو ښارونو کې ژوند کوي.

ځینې یې د افغانستان ولسمشرۍ هغه ماڼۍ کې دي، چې پلار او نیکه یې ټیک څلوېښت کاله هلته اوسېدلی دی.

د محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ پرمهال د هغه د دفتر مشر او هغه ته نژدې عبدالعزیز احمد وايي، د پخواني پاچا لوی شهزادګۍ بلقیس او شهزاده میرویس د کورنۍ له ځینو غړو سره لاهم د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې اوسېږي.

هغه وايي، د پخواني پاچا زامن او د کورنۍ زیاتره غړي له سیاسي فعالیتونو سره چندان لېوالتیا نه لري:

"د ملت د بابا مشر زوی احمد شاه جان، چې د افغانستان ولیعهد هم و، د امریکا ویرجینیا ایالت کې اوسېږي او نه غواړي سیاسي فعالیت کې ځان دخیل کړي. نور زامن یې هم له سیاسي فعالیتونو سره چندان علاقه نه لري".

په نړۍ د مخکنیو شاهي کورنیو زیاتره غړي لاهم پخپلو حکومتونو کې لوړ ځای لري او په ځینو دریځونو کې د دغو کورنیو موقف د اعلامیو له لارې رسنیو ته راوځي.

خو لکه څرنګه چې د محمد ظاهر شاه زوی میرویس ظاهر وايي، کورنۍ یې د تېر په څېر دفتر او دربار نه لري:

"کله مو چې پلار ژوندی و، موږ دفتر درلود د دربار وزیر مو درلود، او ان له روم څخه مو هم په ځینو مواردو کې رسمي پیغام لېږه. خو د پلار له مړینې وروسته دا دبدبه پایته ورسېده؛ ځکه چې افغانستان کې مو وروڼه نه شته او د تېر په څېر دفتر او دربار نه لرو".

پر دې ټولو سربېره، د شاهي کورنۍ غړو ته په کتو سره ښکاري چې لاهم د افغانستان د ننه د شاهي کورنۍ غړو ته ځینې حلقې د درناوي په سترګه ګوري.

د دوی پاسپورټونو کې د شهزاده او شهزادګۍ القاب لیکل کېږي.

'له شاهي کورنیو سره اړیکي'

د افغانستان د پخواڼي پاچا کورنۍ د نورو سلطنیتي کورنیو له غړو سره خپل اړیکي ساتلي دي.

د محمد ظاهر شاه لمسی مصطفی ظاهر وايي، چې کورنۍ یې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ایران او ځینو نورو شاهي کورنیو له غړو سره تلپاتې اړیکي ساتلي دي.

دی وايي: "د اخترونو په ورځو کې، د نوي کال په مناسبت او نورو مواردو کې اړیکي سره نیسو او تل له یو بل سره په اړیکه کې یو".

Image caption د محمد ظاهر شاه لمسی مصطفی ظاهر وايي، چې کورنۍ یې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ایران او ځینو نورو شاهي کورنیو له غړو سره تلپاتې اړیکي ساتلي دي.

میرویس ظاهر د ایران د پخواني شاه له کورنۍ سره د خپلې کورنۍ د نژدې اړیکو په اړه وايي: "زموږ خور شهزادګۍ بلقیس د ایران د شاه له مېرمنې فرح دیبا سره ډېر نژدې اړیکي لرل او په بېلابېلو محافلو کې له یو بل سره ګوري. کله چې زه په روم کې وم، د نورو هېوادونو له شهزاده ګانو سره مو اړیکي لرل، خو اوس یې نه لرو".

د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه اووه کاله مخکې ومړ.

د هغه لمسیان وايي، د ټولو هیله دا وه چې بابا یې د لمسیانو ودونه پخپلو سترګو وګوري.

مصطفی ظاهر وايي: "بهر کې یې د دوو- درېیو لمسیانو ودونو کې ګډون درلود. دا چې نور لمسیان یې نورو هېوادونو کې و، کله به چې دوی واده کاوه، له واده مخکې یا وروسته به یې ناوې او زوم راوستل، چې بابا یې وپېژني".

د افغانستان پخوانی پاچا شپږ زامن او دوې لوڼې لري، چې یوه زوی یې په ۱۹۴۲ او بل یې په ۲۰۰۲ کال کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

ورته مطالب