کډوالو په اړه ایران ته د افغان پلاوي سفر لغوه شو

Image caption تېره اوونۍ د افغانستان د وزیرانو شورا یو پلاوي ته دنده وسپارله چې ایران ته ولاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو د افغان کډوالو د را ویستلو په اړه خبرې وکړي.

ایران ویلي په دغه هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو په اړه د افغان پلاوي له ورتګ سره مخالف دی.

یوې دولتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل د ایران حکومت د رسمي مکتوب له مخې دغه سفر لغوه شوی دی.

تېره اوونۍ د افغانستان د وزیرانو شورا یو پلاوي ته دنده وسپارله چې ایران ته ولاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو د افغان کډوالو د را ویستلو په اړه خبرې وکړي.

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د ایران حکومت په دغه هېواد کې له ناقانونه کډوالو او له هغو کډوالو چې د ویزې موده یې پای ته رسېدلې وغوښتل چې روانې وږي میاشتې تر پنځلسمې نېټې له ایران څخه ووځي.

د افغان حکومت یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل د ایران له لوري په تر لاسه شوي مکتوب کې راغلي چې له غوښتنې سره سم ایران ته د افغان پلاوي تګ د روان وږې میاشتې تر نهمې نېټې ناشونی دی.

د افغانستان د وزیرانو شورا تېره اوونۍ د کډوالو چارو د وزیر په مشري یوه پلاوي ته دنده وسپارله چې د وږي میاشتې په نهمه نېټه ایران ته سفر وکړي.

پلاوي ته دنده ورکړل شوه چې له ایراني چارواکو سره په دغه هېواد کې د ناقانونه کډوال او د هغو کډوالو په اړه خبرې وکړي چې د ویزې موده یې پای ته رسېدلې ده.

خو د کډوالو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرات وايي ایران ته د افغاني پلاوي د ورتګ نېټه معلومه نه ده.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې د وږي میاشتې له پنځلسمې نېتې وړاندې دا سفر تر سره شي.

"تر اوسه د دې سفر دقیقه نېټه نه ده معلومه، خو زموږ غوښتنه داده چې د سنبلې میاشتې له پنځلسمې نېټې وړاندې پلاوی ایران ته ولاړ شي، چې له هغوی سره په دې اړه وغږېږي".

په ایران کې شاوخوا یو میلیون او شپږ سوه زره افغان کډوال اوسېږي چې د څلور سوه زره او شپږ سوه زره ترمنځ یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د افغانستان د وزیرانو شورا د ایران د دې پرېکړې له امله اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ چې ایران باید د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو، افغانستان او ایران ترمنځ د درې اړخیزه هوکړه لیک له مخې د افغان کډوالو په اړه پرېکړه وکړي.

د دې هوکړه لیک له مخې افغانان باید په تدریجي ډول او په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي، ځکه چې له ایران څخه په یوځل د افغان کډوالو ستنېدل د افغان حکومت لپاره ستونزمن دی.

ورته مطالب