کندهار کې ځانمرګي برید شپږ افغانان وژلي

Image caption کندهار د افغانستان په سوېلي کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د هغوی ټینګ مرکز ګڼل کېده.

د افغانستان سوېل کندهار ښار کې د کابل بانک دفتر مخې ته ځانمرګي برید لږترلږه شپږ کسان وژلي او تر شلو ډېر نور یې ټپیان کړي دي. د کندهار چارواکي وژل شوي ولسي وګړي بولي.

د کندهار ولایتي ویاند جاوېد فیصل بي بي سي ته وویل، برید کوونکی پلی روان، او د کابل بانک دفتر مخې ته یې ځان والوځاوه.

نوموړی وايي، زیاتره وژل شوي د کابل بانک هغه عام مشتریان دي، چې د پیسو اخیستو لپاره یې بانک ته مراجعه کړې وه.

جاوېد فیصل د یوه ټپي شوي روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

دا دریم ځل دی چې په کندهار ښار کې د کابل بانک مخې ته هغه امنیتي ځواکونه او مشتریان په نښه کېږي، چې د تنخوا اخیستلو لپاره دغه بانک ته راځي.

په دې وروستیو کې افغانستان کې د ناامنیو پېښې ډېرې شوې دي.

تر ټولو تازه پېښه د تېرې جمعې پر ورځ د شمالي کندوز ولایت دشت ارچي یوه جومات کې وه، چې د فاتحې پرمهال یې ولسوال او اووه نور کسان ووژل.

د روان اګست پر ۱۶ هم کندهار کې یوه ځانمرګي برید پنځه افغان سرتېري او درې ولسي وګړي ټپیان کړل.

کندهار د افغانستان په سوېلي کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د هغوی ټینګ مرکز ګڼل کېده.

په دغه ولایت کې لاهم د ناامنیو پېښې ډېرې دي.

تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې.

ورته مطالب